د کانونو د سرچینو استخراج – د یوه ښه راتلونکي بنسټ

د ترکیې دعمسرې بندري ښارګوټي د هیما د سکرو له کان څخه لیدنه د ژوند یو بدلونکې تجربه وه، په افغانستان کې د کانونو د یو پلټونکي په حیث، سکندري په خپل هېواد کې په لسهاو کانونه لیدلي دي. خو عمسره - چي د توري بحیرې پر ساحل باندې پرته ده- داسی یو کان دی چې سکندري په خپل ټول ژوند کې نه وو لیدلی، دغه سیمه د ریګي ساحلونو،ډبرین خلیجونو او ښه سرسبزۍ په لرلو سره یو ښه سیاحتي ځای ګڼل کیږي.

که څه هم د ډبرو دسکرو کان په ترکیه کې ډېر لوی دی خو د منابعو د را ایستنې پر مهال د ترکیی دولت هیڅ د چاپیریال ساتني اندېښنې نه دي راپورته کړي، د تيرو جدي او خطرناک پیښو وروسته په عمسره کې د کانونو استخراج د اروپایی چاپیریال ساتنې اصولو او صحي لارښوونو په پام کې نیولو سره، ترسره کیږي. اودغه اصول په پام کې نیول بیا پر چاپیریال لږ تاثیرات لري.

سکندري وایي: په افغانستان کې د کانونو د سکتور په پرتله په ترکیه کې د کانونو استخراج ډېر شفاف، پاک او فساد په کې نه لیدل کیږي، ځکه چې عواید یي د ترکي دولت لخوا لېږدول کېږي. نوموړی ژمن دی چې خپلې نوې زده کړې په افغانستان کې عملي کړي او خپل دولت متوجه کړي چې  د کانونو له پالیسۍ سره سم، خپل کارمندان وهڅوي چې نړیوال معیارونه او کړنلارې عملي کړي.

سکندري د افغانستان دکانونو او صنایعو وزارت یو له هغه نولسو (۱۹) جیولوجیسټانواو انجینیرانو څخه وو چې په ترکیه کي یې دکانونونو د استخراج دوه میاشتنی روزن ترلاسه کړه. دغه برنامه اضافي زده کړو د اقداماتو څخه دی چی د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH لخوا برابر شوی وو.

د افغانستان دطبعي منابعو موثر استعمال ددغه هیواد، چي تیرو۳۰ کلنو جکړو زیانمن کړی دی، د رغوني او پرمختګ له پاره مهم دی. افغانستان تر۱۴۰۰ ډېرو معادني سیمو په لرلو سره، اټکل کیږي چي د ترېلیونونو ډالرو په ارزښت ترځمکې لاندې کانونه لري.

د کانونو استخراج نه یوازې د افغانستان په اقتصادي پرمختک کې مرسته کوي، بلکي په هېواد کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې هم مرسته کوي،  خو دغه هدف ته د رسېدو له پاره دولت باید خپل د کانونو صنعت په اړین ډول تبدیلکړي.د افغانستان اوسنی د کانونو صنعت پانګونې د جذب پر ځای ګرزوی. د حکومتی مقرراتو او کنټرول نلری او د عایداتو یوه لویه برخه ضایعه کیږی.

هر کال، په سلګونه کارګران د بې کفایته او خطرناک کار پروسو او غیر معياري طرزالعملونه له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی. د چاپیریال او اړونده لګښتونو د زيان اټکل ستونزمن دي.

محمد عباس چي د کانونو او صنایعو وزارت یو انجینیر دی او په یاده روزنه کي یې ګډون کړی وو،  وایی چي: (افغانستان د شمالی ولایت سمنګان، د دره صوف ولسوالۍ د سکرو کان یې درې- څلور میاشتي مخکي لیدلی وو، حالت یې له خطر سره مخ دی، ځکه خلک دغه کان ته تللي دي، هلته یې په یوه ساحه کې کیندنه شروع کړې ده او سکاره تر لاسه کړي...خو د سکرو رګونو له هر طرف وهل کیږي چي کان دتل له پاره خرابوي.

عباس وايي:( افغانستان د کانونو داستخراج پلان سوی سیسټم نه لري، دلته خصوصي کمپنیانو چور جوړ کړی،  شیان به ژر خلاص شي، دوی سرمایه ګذاري نه کوي خو د نامشروع ګټو له پاره چاپیریال خرابوي.

 کانونه لویه سرمایه ګذاري غواړي او یوازي په اوږد مهال کې ګټور دي خو په افغانسان کې کمپنیانې غواړي چې په یوه ورځ کې له  کانونو څخه ګټه تر لاسه کړي.

 د آلمان د تخنیکی پوهنتون، فرایبورګ نړیوال کارپوهانو او د ترکیې د کانونو ادارې په مرسته د استانبول د تخنیکی پوهنتون لخوا د ۲۰ افغان د کانونو پلتونکو لپاره د جی. آی. زید دا پروګرام د عمسره په کان کی جوړ شو.  دی برنامه کی تخنیکی موضوعات لکه ساختمانی تخنیکونه، سروی او د کانونو څیړنه تر پای پوری، عصری تکنالوژۍ او سافت ویر، د کانونو قوانین، اداری او اقتصادي شامل وو. د نظری برخی سربیره ګدون کوونکی د ساحوی کار لپاره څو کانونو ته لاړل. په ترکیه کې دا روزنیز برنامه د یو یوکلن پروګرام وروستي پړاو وو.

یو د ګدون کوونکو څخه ښاغلي بوستان علي داسی وویل: په افغانستان کی زمونږ کانونه ندی تنظیم شوی او زمونږ ماشینونه زاړه او پخوانی دی. په ترکیه کی مونږ ډیر لوی کانونه او تکنالوژي ولیدل. د کانونو پلتونکي اوس په لټه کی دی چی خپل دا نوی پوهه په افغانستان کې په عملی ټوکه په کار واچوئ، چیرته چی د کانونو کړنی تر اوسه هم ډیر کمزوری دی. د مثال په توګه، دوی لیواله دی چی اوس د سافت ویر د استفادی په واسطه د یو کان زیرمو ته لاسرسی ولری، کان او منرالونه وارزوئ او د راسپړلو پلان جوړ کړی.

دکانونو دڅارونکی او انجنیر همدرد میرویس چي په دې رزونه کي یې کډون کړی وو وايي (دافغانستان کانونه بایدعصري تکنالوژي خپله کړي، په افغانستان کې کانونه له لاندي خوا څخه را ایستل کیږي او استحکام  دبوټو په وسیله ورته وړاندي کيږي بېله دي چي ارزونه ئې وسي، ترټولو ښه استحکام (روف بولټ سیسم دی چی په ترکیه کی مونږ ورسره آشنا شولو) چې پر برمه کارۍ بنا دی خو دا په افغانستان کې تراوسه نه استعمالیږي.همدرد وايي ( په ترکیه کې یو کان د ورځي ۵۵۰۰ ټنه سکاره تولیدوي خو موږ په افغانستان کې حتی ددې تصور هم نه شو کولای).

هغو جیولوجیسټانو چې د جي اي زیډ په روزنه کې ګډون کړی په دې خبر دي چې اوس هم دا یوه اوږده لاره ده عصري تکنالوژي ، وسایل او ډېری پانګي اچووني ته ضرورت لري، چې ډېر کلونه په بر کې نیسي مګر دوی هیله مند دي چې حکومت به دکانونو دیوې جدي پالیسۍ په وسیله سره دغه پروسه پیل کړي چې دمنابعو دضایع کېدو مخنیوي به وکړي، یعنې هم مینرالونه او هم ژوند په نظر کې ونیول سي.

 که څه هم افغانستان دکانونو پالیسي  لري، خو له بې نظمۍ سره مخ ده نو ځکه هر کال په حادثو او چاودونو کې په سلهاو انسانان مري.

عباس وايي: (موږ غواړو چې په افغانستان کې د کانونو واقعي نظام جوړ کړو چې هر څوک یی پیروي وکړی او ورته ژمن وی.) نوموړی لپاره بله موضوع د کان دختمېدوه ده، کله چې په جرمني کې یو کان ختم شي، کمپنۍ باید هغه دکان پرساحه یو تفریحي پارک او یا دزارعتي ځمکو لپاره داوبو یو ډنډ جوړ کړي.

افغانستان کولای شي چې دې ته ورته قوانین تطبیق کړي او چاپیریال وساتل شي. دکارمندانو صحت په مساوي اندازه مهم دی.

عبدالسمیع سکندري وايي : په ترکیه کي هیڅوک تر هغه مهاله نه سي کولای چې د کان په دننه کې کار وکړي ترڅو چې د صحت له مدیر څخه اجازه تر لاسه کړې نه وي او بوټونه، کالي او عینکي يې کړي نه وي.

په افغانستان کې خصوصي کمپنۍ د صحت او بشري قوي دپاره کار نه کوي، تر دې روزني وروسته، کله چي موږ دکان دنظارت لپاره ځو، موږ به صحي مسایل به جدي په نظر کې نیسو او تاکید پرې کوو. 

افغانستان ته یوه اوږده لاره پاتې ده چي له خپلو طبیعي منابعو څخه اعظیمي استفاده وکړي، په ترکیه کې د جي آی زیډ روزنه دغه هدف ته درسېدلو لومړۍ مرحله ده.

پای

خپرونه: وږئ ۱۳۹۵
پروګرام: په افغانستان کې د کانونو د را ایستنې د صنعت په اړه ښې حکومتولۍ ته وده ورکول
پانګه ورکونکي: د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ)
شریک: د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت. 
پلي کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: کابل 
د پروګرام مؤخه: د کان کیندنې په صنعت کې روڼتیا او پلټنې د دولت د ګټې په برابرولو کې مرسته کوی، پانګه اچونه وده کوی او په اوږده مهال کې د اداری فساد په وړاندې مبارزه. 
ټوله موده: غویی ۱۳۹۲ – زمرئ ۱۳۹۷

 

په افغانستان کې خصوصي کمپنۍ د صحت او بشري قوي دپاره کار نه کوي، تر دې روزني وروسته، کله چي موږ دکان دنظارت لپاره ځو، موږ به صحي مسایل به جدي په نظر کې نیسو او تاکید پرې کوو.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector