له وړوکی پیل تر لویې پانګونې

دلته د ګنډلو ماشینونه تر هغه ځایه پورې چې سترګې کارکوي لیدل کیږي، او بوخت لاسونه نخي ټوکران په ماهرانه ډول غوڅوي، ستن او تار کاروي او په دې توګه د ټوکرانو توپونه د ښوونځي په یونیفورمونو، جامو او د روغتون د کارکوونکو په سپینو چپنو بدلوي.

د علیداد سوداګري غزیږی: ”نن زه د هیواد په اوو ولایاتو کې د تولید اووه کارخانې لرم چې ماته په دې توانوي چې د ۴۱۵ تنو نارینه او مېرمنو د پاره د کار او عوایدو زمینه برابره کړم.‟ دا متحرک متشبث په رښتیا سره په خپل بریالیتوب ویاړي ځکه چې هغه لس کاله وړاندې په خپل خوب کې هم دا راز پرمختګ نه نو لیدلای.

په 1374 کال، ځوان علي داد له خپلې کورنۍ سره ايران ته وتښتېد. هلته دئ د درځي په یوې هټۍ کې شاګرد شو او د ګنډلو په صنعت کې یې خپله وړتیا وموندله. هغه د جامو په ګڼدلو کې تخصص پیدا کړ چې ده ته یې دا شونې کړه چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته عاید په لاس راوړي. خو د طالبانو د رژیم د نسکوریدو وروسته دئ د کورنۍ خاوند او د خپل وطن په یاد کې ډوب شو تر څو چې په ۲۰۰۶ کال کې یې له خپلې مېرمنې سره پریکړه وکړه چې له دې شانس څخه ګټه پورته کړي او بیرته کابل ته را ستانه شی. علیداد ۵۰۰۰ امریکایي ډالره سپما کړي وو چې هغه یې د یوې پیلیزې پانګې په توګه د خپلو دوو وروڼو سره د درځي توب د یوې کوچنۍ هټۍ په پرانیستلو کې وکاروي. علیداد وایي: «زه په خوشحالۍ سره کولای شم ووایم چې په دې هټۍ کې زما سوداګري له هماغې اولې ورځې راهیسې ډیره ښه مخته ولاړه او مونږ ډیر ژر د ګټې په لاسته راوړلو پیل وکړ.» د ځوان علیداد په سر کې د هټۍ د پراخولو فکرونه منځته راغلل، خو ده نورو پیسو ته اړتیا درلوده.

د سوداګرو د پاره د پور د ورکولو د یوه پروګرام له برکته چې د افغانستان د کوچونیو پورونو د لومړني بانک (FMFB).  له خوا برابریږي، دغه فرصت منځته راغی. د المان حکومت مالي پور ته د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د لاښې لاسرسۍ په موخه د افغانستان د مالی اعتبار د تضمین د بنسټ څخه ملاتړ کوي. دغه بنسټ په افغانستان کې د لوړ خطر په مواردو کې د مالی اعتبارونو تضمینونه برابروي او شریک نهادونو لکه بانکونو او د کوچونیو پورونو د لومړني بانک  برابروونکو ته سلامشوره ورکوي. د علیداد سوداګري د ۲۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په لومړني پور سره چې د نوموړي بنسټ له خوا تضمین شوی وو، وغزېده. د هغه لومړني اقدامونه دا وو چې خپله کار ځای پراخ کړي، د جنسونو د څارنې ساسفت ویر په کمپیوټر کې نصب کړي او نوي کارکوونکي وګماري. په کابل کې د سوداګرۍ بری دی دې ته وهڅاوه چې دوه نور پورونه واخلي او د هیواد په شپږو نورو ولایاتو کې خپلې څانګې پرانیزي. اوس اوس په ټولو اوو ځایونو کې د فرمایشاتو کتابونه ډک دي. علیداد د خپلې سوداګرۍ د دې پرمختګ څخه ډیر خوشحاله دئ: ”ما وکولای شول چې د ځائیزو شرکتونو، روغتونونو او ښوونځیو سره د پرسونل د جامو او ښوونځیو د یونیفورمونو د ګڼدلو تړونونه لاسلیک کړم.‟

د کلونو وسله والو شخړو په ترڅ کې د افغانستان د اوبدلو او جامو صنعت زیان وموند او په پای کې بیخي له منځه ولاړ. اوس ځانګړی اشخاص لکه علیداد د خپلې سوداګرۍ له لارې د نوموړې خلا په ډکولو کې کوچنۍ ونډه اخلي. دا سوداګر په هیڅ ډول د کار پای ته نه دی رسیدلی او اوس په نویو پلانونو باندې کار کوي: ”زه غواړم په کابل کې یوه بله تولیدي کارخانه جوړه کړم او په راتلونکي کې خپل تولیدات ګاونډیو هیوادونو ته هم ولیږم.“ بې له شکه دئ د پورونو له برکته دې بریالیتوب ته رسیدلی دی. خو دی پوهیږي چې یوازې پیسې د ده د بریالیتوب لامل نه دی. دی زیاتوي: ”مالي مرستې زما د سوداګرۍ د پراختیا امکان برابر کړ. خو یوازې په دې دلیل چې ما د ورځنیو ننګوونو د له منځه وړلو لارې چارې زده کړي دي، زما سوداګري نن په غزېدو دی.‟

خپرونه: کب ۱۳۹۶
پروګرام: د افغان ضیمې د اعتبار بنسټ
پانګه ورکونکئ: د آلمان د پراختیا بانګ KfW
پلې کونکې اداره: د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیا وزارتیایی چارو وزارت
شریک: نړیوال بانګ
د پروګرام مؤخه:د افغان پورونو د ضما نت بنسټ (ACGF) دا د آلمان هېواد د کولون په ښار کې پروت یو خیریه بنسټ دی. د ACGF's موخه په افغانستان کې د ټیټې او منځنی کچې پانګوالو (SMEs) ته د افغان شریکانو مؤسسو ته د پور اخیتنې ضمانت او تخنیکی مرستې چمتو کول دی تر څو  د کوچنیو پورونو او کوچنیو پانګوالو مؤسسو ته لاسرس پیدا کړی. تردې دمه، له ۵۰۰۰ څخه د ډېرو پورونو کچه ۲۰۰ میلیونه یورو ته رسېدلې ده. له ۱۳۹۳ کال راهیسې چې د افغان پورونو د ضمانت بنسټ ACGF جوړشوی دی تر ۱۳۹۶ کال پورې یې ۹۵۰۰ نوې دندې رامنځ ته کړې او ۵۲۰۰۰ شته دندې یې خوندې ساتلې دی. په ۱۳۸۴ کال کې د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ)  او د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا مؤسسې (USAID) د ACGF مالې ملاتړ وکړ. له ۱۳۹۶ کال راپدېخوا ACGF هم د پلی کونکی شریک په توګه په افغانستان کې د نړیوال بانک له خوا د تمیولونکو پروژو ملاتړ وکړ.

 

مالي مرستې زما د سوداګرۍ د پراختیا امکان برابر کړ.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector