په شغنان کې د مېرمنو پیاوړتیا

د شغنان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ښارګوټئ (د ولسوالۍ مرکز)هم په همدې نامه یادېږي چې شاوخوا اووه ساعته د موټر واټن لري چې د بدخشان په ولایت کې د افغانستان د شمال ختیځې پولې په غرنۍ سیمې کې پروت دی تاجکستان یې د آمو سند بلې غاړې ته پروت دئ .

په شغنان کې د بیسوادۍ کچه د لس سلنې ټیټه ده، په داسې حال کې چې د هیواد په نورو سیمو کې ۶۰ سلنه خلک  لیک او لوست نشی کولی. د شغنان ډېرئ ځوانو اوسیدونکو د خپلې زده کړې ثانوي دوره پایته رسولې او  آن له پوهنتون څخه فارغ شوي دي. خو د هغوی زیات شمیر وزګار دي. چې دا د کلیوته د منلو  نه وو. له همدې امله هغوی د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته مراجعه وکړه.

نوموړي کمیسیون د المان حکومت په ملاتړ د ځوانو ښځو دپاره په دولتي سکتور کې د کارروزنې یو نهه میاشتینۍ پروګرام رامنځته کړ. ځکه چې په شغنان کې د ۱۵۰۰ تنو دولتي کارکوونکو له ډلې څخه یوازې ۲۰ سلنه یېمېرمنې وې. په شغنان کې سیمه ایز حکومت غواړي چې دغه رقم لوړ شي او د لوړو زده کړو لرونکې ښځې وتوانوي چې د کار د روزنې له لارې په دولتي خدمت کې شاملې شي.

سهیلا چې ۲۳ کلنه ده د کارروزنې په لومړۍ دورې کې شامله شوه. نوموړې لایقې ښونکې د خپلو زده کړو د فراغت نه وروسته نه شوای کولای چې د ښوونکې په توګه دنده ومومي. خو اوس یې د دې فرصت څخه ګټه پورته کړیده تر څو د مسلک د شکلي بدلون له لارې د کار  ځواک لري. سهیلا په موسکا سره په یاد راوړي: «د شمولیت آزموینه یوازې د کارروزنې ۱۵ ځایونو لپاره په پام کې نیول شوې وه، ۴۵۰ تنو ښځو ورته نوم لیکنه کړې وه . دا چې زه په دې آزموینه کې بریالۍ شوم ډیره خوشحاله یم.» وروسته له هغه، د لوست شدید مهال پیل شو. د سهار له خوا نظری لوستونه لکه اداره، مالي کنټرول، د ادارې قانون، تدارکات، بشري سرچینې او  د پروژې مدېریت پرمخ بیول کیدل. د ماسپښین له خوا نظری درسونه په عمل کې پلۍ کیدل. «زه هره میاشت یوې بلې ادارې ته تللم او دا کار ماته ددې امکان راکړ چې د بیلابیلو ادارو د کار په باب واقعاً ژوره پوه په لاس راوړم. ما خپل روزنیز مهال د نجونو په ښوونځي، د ښځو د پاره په روغتیایي مرکز، د ولسوالۍ په روغتون، د ښوونځي په اداره او د مخدره توکو د معتادانو په یوه مرکز کې تیر کړ او په هره اداره کې مې تجربه او پوهه په لاس راوړه.» د سهیلا په شونډو مسکا را ګرځي

د کار د روزنې د دورې څخه وروسته سهیلا په یوې ښوونځۍ کې د مدیرې او ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. په دې ځای کې دا کولای شي هغه روزنیزي او عملي تجربې چې د کار د روزنې په مهال یې په لاس راوړې وې، د ښې ګټې اخیستنې د پاره وکاروي. دا وایي: «زه دلته د تعویضي ښوونکي په توګه کار کوم او په اداري چارو کې هم مرسته کوم. دکارروزنې په بهیر کې ما زده کړل چې څنګه غوښتنلیکونه جوړ او رسمي لیکونه چمتو کړم. زه اوس کولای شم د نوموړو مهارتونو څخه دلته ګټه پورته کړم.»

۲۹ کلنه ثریا  سهیلا ته ورته  تجربه درلوده. د دوو کوچنیانو مور د ښوونکو د څانګې څخه فارغه شوې ده او د شپږو کلونو دپاره وزګاره وه. دا د کار روزنې د پروګرام څخه ډیره ستاینه کوي: «دغه پروګرام زما سره مرسته وکړه چې د خپل ورځنيز کار په لړ کې خپل ځای پیدا کړم. ما زده کړل چې څنګه خپله دنده  پروژه تنظیم کړم او ما وکولای شول چې د زده کړې د مهال هیره شوې پوهه بیرته په لاس راوړم.» دغه ځوانه مور اوس د ښوونکې په توګه د وییار په ښوونځي کې دنده ترسره کوي چې په شغنان کې د دې له کور څخه د موټر یو ساعت واټن لري. دا خپله دنده ډیره ارزښتناکه بولي: «زمونږ په ولسوالۍ کې یوازې څو تنه ښځینه ښوونکي شتون لري. خو د ماشومانو د پاره ډیره مهمه ده چې هم د ښځینه او هم د نارینه ښوونکو څخه زده کړه وکړي. له همدې امله، زه هیله لرم چې د کارروزنې پروګرام په راتلونکي کې هم دوام ومومي او ګڼ شمیر ښځې چې دغه دوره بشپړوي د ښوونکو په توګه وګمارل شي.»

دواړو پورتنیو ښځو هوکړه وکړه چې د دغې تجربې نه وروسته به د دې پروګرام د کار د روزنې ښځینه ډلو ته په خپلو ښوونځیو کې بې له شکه لارښوونه او مرسته ورکړي. ثریا  تائیدوي: «مونږ غواړو خپلې مثبتې تجربې د نورو ښځو سره چې د کار په لټه کې دي شریکې کړو او د هغوی د پاره هم د کار فرصتونه پرانیزو.»

خپرونه: سلواغه ۱۳۹۶
پروګرام: ښې حکومتولۍ ته وده ورکول (RCD)
پانګه ورکونکی: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت(BMZ)
شریکان: د محلی ارګانو نو خپلواک ریاست، د افغانستان وزارت خونې، د مالیې وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD)، د اطلاعاتو او کلتور وزارت (MOIC)، د ښځو چارو وزارت (MoWA)
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: ‌بدخشان، بغلان، بلخ، کندز ، تخار
د پروګرام موخه: عامه چارواکو ته د فرعی کچې چوپړتیاوو وړتیا ورکول او د وګړو پوښتنو ته مناسب ځواب وویلی شی. 
ټوله موده: زمرئ ۱۳۹۳- کب ۱۳۹۶

 

ما زده کړل چې څنګه خپله دنده پروژه تنظیم کړم او ما وکولای شول چې د زده کړې د مهال هیره شوې پوهه بیرته په لاس راوړم
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector