په عدلی او قضایی ادارو کې لنډ په لنډه ورځني کارونه

له څلور کلنې زده کړې وروسته سومیا او لیدا د افغانستان د قانونی بنسټونو په اړه ژوره پوهه تر لاسه کړې. له هغه وخته چې دا ځوانه زده کونکې وه، سومیا غوښتل چې یوه مدافع وکیله شی ” په نهم ټولګی زه په خپل هېواد کې د مېرمنو د ناوړه وضیعت څخه خبره وم. زما یوه لرې خپلوانه یې خپل مېړه وهلې وه. هغې باید کار کړی وی، ماشومانو ته یې پاملرنه کړې وی، کور یې سمبال کړی وی خو هغه هېڅ هم ونکړای شول. دا ډول وضیعت او کړنې په دې هېواد کې غیر معمولی ندی. زه وکیله شوم ترڅو له مېرمنو سره مرسته وکړم او ددوی وضیعت ته د حل لاره ومومم‟

دغه تنکۍ مېرمن خپلې لمړۍ مؤخې ته رسېدلې ده: په مزار شریف کې د بلخ پوهنتون د حقوقو له پوهنځۍ څخه د لېسانس په درجه فارغه شوې. ۲۶ کلنې لیدا د بلخ پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځۍ د لېسانس تر کچې زده کړې.

دزده کړې تر بشپړولو وروسته، دوی لا تر اوسه پدې نه پوهېدلې چې زده کړي ټولنیز قوانین څنګه عملی کړي. د افغانستان د مرستو او پراختیا لپاره د اداري همغږۍ د ادارې (ACBAR) په برېښنا پاڼه دغه دوه کسه فارغانو د مزار شریف په ښارکې د قضایی ادارې له انستیتیوت څخه د کار زده کړې یو شپږ میاشتنۍ وړاندیز تر لاسره کړ کوم چې د آلمان هېواد یې مالی ملاتړ کوی. دوی بریالۍ شوې او د کار زده کړې کې شامېلې شوي. د سفر خرچې، د خوارک تخصیص او لږې تنخوا دغه تازه فارغانو ته دا شونې کړه چې نظری زده کړې په عمل کې پلې کړي لکه: د جزا قانون، د ځوانانو قانون، عامه قانون او حقوق (د قانون حاکمیت) کوم چې منځګړیتوب همغږئ کوي.

له تجربه لرونکو همکارانو سره په ګډه، دواړو مېرمنو ورځنۍ چارې مدیریت کړې. دوی د نویو کېسونو دوسیې ولوستې، د هغه قانونی کره کتنه یې وکړه، له څارنوالانو سره یې ورباندې بحث وکړ او د هغه تورنو لپاره یې مدافع وکیلان تنظیم کړل چا چې د وکیلانو د حق الزحمې د ورکړې توان نه درلود. لیدا وسپړله: ” دا کار په بشپړه توګه له هغه څه توپیر لري چې موږ د پوهنتون په دوره کې زده کړی او یا ترسره کړی وو. دا ډېره په زړه پورې ده چې په ریښتینو دوسیو باندې کار وکړې، د هغه خلکو په اړه پوهېګې کوم چې په ټوله قانونی لړۍ کې ګډون لری“ کاری او اداری څانګو ته په کتوسره ځوانې مېرمنې د بېلا بېلو ننګونو سره مخ دی. دحقوقو په څانګه کې د دې د کار په درشل کې لیدا زده کړل چې حاکم څرنګه د مخالفو ډلو تر منځ منځګړیتوب کوی. له دوی سره څنګه چلند کوی، او د ستونزو د حل لپاره ورته  وړاندیزونه کوی.  کله چې دا د هغه په اړه فکر کوی په څېره کې یې ښکاری: ”دحقوقو په څانګه کې ما زده کړل چې منځګړیتوب څنګه کار کوی. حقوق د بشپړو ویشلو اړخونو په پخلاینه کې بریالئ کېږی، دواړه خواوې خوشاله کوی زه دې تجربې ته ډېره لېواله وم.“

د کار زده کړې له پیل مخکې، سومیا په اداری چاپېریال کې د کار تجربه درلوده. د یو لنډ پړاو وروسته د قضایی ادارې مشر دې ته اجازه ورکړه چې د حقوقو د مرستې په څانګه کې د ملکی قضیو، مېرمنو او ماشومانو د دوسیو په اړه د مشاورې په توګه کار وکړی. ” ما اجازه درلوده چې په ریښتنیو دوسیو کار وکړم، ټول ټال مې د خپلې کار زده کړې په دوره کې په ۲۵ لانجو کار وکړ. زه وتوانېدم چې دېرڅه تجربه کړم او په هغه دنده کاروکړم چې مه به په خوب کې لېدله – ترڅو له مېرمنو سره د دوی سره د بد چلند په وړاندې مرسته وکړم.“

د سومیا لویه مؤخه داده چې قاضۍ شی. خو تر اوسه یې اوږده لاره مخکې پرته ده چې طی یې کړي، په هرصورت. دغه تنکۍ مېرمن د ماسټرۍ درجې او کم تر کم دوه کاله په کابل کې کاری تجربې ته اړتیا لری. اوس مهال، دا په اداره کې کار کوی ترڅو د خپلو زدکړو لپاره پیسې وسپموي. سومیا لا تراوسه خپل ځان طالع مند بولی: ”زما مور او پلار ما هڅوی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او تر وسه وسه پورې زما ملاتړ کوی. ټوله کورنۍ ما دې ته هڅوی چې دا په افغانستان کې یو ځانګړی کار دی“

لیدا وتوانېده چې  د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د قانون د حاکمیت په پروګرام کې دنده په لاس راوړی. د دې د دندې په درشل کې دا له قضایی وکوالو سره په نږدې اړیکه کې ده او د قانون او حقوقو د زده کونکو د راتلونکی نسل لپاره د کار زده کړې برابروی. اوس دستی دا د ماسټرۍ درجې لپاره کمې پیسې لری. دنده ورته یو ښه فرصت دی ترڅو په خپل مسلک کې کارو کړی،  تجربه لاسته راوړی او په ورته وخت کې پیسې هم سپموی. په خورا فکر سره دې تشرېح کړه: ” په افغانستان کې د مېرمنو لپاره وضیعت خورا بد دی. دا سخته ده چې دنده په لاس راوړي. زموږ سره هرځای کې تعصب کېږي. زما د مسلک غوره کولو دلیل خورا ساده دی: زه غواړم چې تبعیض پای ته ورسوم او زموږ په ټولنه کې د مېر منو له حقونو دفاع وکړم!“

د کار زده کړې دورې په پای ته رسولو سره دواړه خوښې دی: ” موږ به کله هم هغه څه هېر نکړو چې د کار زده کړې په موده کې مو زده کړل. کو موږ کوم شی هېر کړو، نو امکان لری هغه نظری زده کړې وی چې موږ په پوهنتون کې زده کړې وی. اما موږ به کله هم د ورځنیو کارو په درشل کې ننګونې هېرې نکړو.“

خپرونه: زمرئ ۱۳۹۵
پروګرام: د قانون حاکمیت ته وده ورکول.
پانګه ورکونکي: ‌د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی او پراختیایی همکاریو وزارت (BMZ) د نترلند د شاهی هېواد د بهرنیو چارو وزارت او د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت.
شریک: د افغانستان د عدلیې وزارت.
پلی کونکی مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، جوزجان، هرات، بدخشان او کابل.
په افغانی ادارو کې د مشورې او د شخړو د حل لپاره د قانون د حاکمیت سیستمونو په واسطه د اتباعو لپاره حقوقی باور را منځته کول.
ټوله موده: مرغومئ ۱۳۹۲ تله ۱۳۹۷

 

 
دا ډېره په زړه پورې ده چې په ریښتینو دوسیو باندې کار وکړې، د هغه خلکو په اړه پوهېګې کوم چې په ټوله قانونی لړۍ کې ګډون لری
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector