ښه طبی پاملرنه

یو لوړ پوړی ډاکتر سهار وختی د مزارشریف د ابو علی سینا په روغتون کې دنده ترسره کوی. یو زوړ سړی چې په خوارا احتیاط سره د ناروغۍ په بستر پروت دی د لږې اندېښنې سره ډاکتر ته ځیر دی او خبرې یې اوري، ډاکتر په خپل مهارت سره د ناروغ په تن لاس وهی سېروم چک کوی او له اړوند روغتیا پال سره یې د درملنې په اړه خبرې کوی. ورسره مل ډاکتران په خورا غور سره د لوړ پوړي ډاکتر څرګندونو ته غوږ نیسی اوورته په زړه پورې دی- دا کار په روغتون کې معمول دی.

خو تر ۱۳۹۱ کال پورې، ددغه ولایتي روغتون ورځنی کار بل ډول وو. په ۱۳۸۵ کال کې، د مخکینې روغتون ودانۍ په پوره توګه جنګونو ورانه کړې وه. اداری رئیس ډاکتر محب الله جاوېد هغه حالت ښه په یاد لري. ’موږبه په کانتینرانو او یا هم تر خېمو لاندې د ناروغانو پالنه کوله‛ دی وایي. ’موږ به آن عملیاتونه هم هملته کول. دمړینې کچه د پام وړ لوړه وه‛ تر دې دمه نوموړی روغتون د ډېرو خلکو په چوپړ کې وو، د مزارشریف د نیم میلون اوسېدونکو درملنه یې کړې، او دا د بلخ ولایت د ۲.۱ میلیون وګړو لپاره یواځنی روغتون دی چې پکې د درملنې هیله لری، د اروا پوهنې د مشر پروفیسور محمد نادر الیم په وینا، د طبی پاملرنې حالت په چټکی مخ په ځوړ وو: ’ په موږ به تل د کار زور ډېرېدو. ناروغانو ته پاملرنه ترډېره بریته ستونزمنه او له واکه وتله.‛ ترهغه چې د آلمان هېواد د نوی روغتون د تجهیزاتو او توکیو پانګونه وکړه.  

د کارکونکو لپاره د کار کولو شرایط خورا ښه شوی. روغتون خپلې تدریسی چارې بیا پیل کړې دی او اوس له دریو تر پنځو کلو پورې په پرلپسې توګه شاوخوا ۵۰ ځوان ډاکټران روزل کېږی. ډاکتر غلام حیدر تنکی کارزده کونکي (انټرنان) روزي هغه اوس له وضیعت نه خوښ دی: ’ د نوی روغتون کار په دوه کالو کې پایته ورسېد

د روغتیا ماهېران به اتو مختلفو څانګو کې کار کوی کوم چې اوه د عملیات خونې، یو د ژورې پاملرنې واحد، یوه عاجله څانګه، اکسرې او لابراتوار درلودنکی دی. کله چې له ستونزمنو کېسونو سره مخ کېږی نودوی کولی شی د درملنې د عصری توکوڅخه په ګټې اخیستنې د نړې په کچه له طبی همکارانو سره سلا مشورې وکړي. روغتون د ناروغانو ۳۶۰ چپرکټونو لری، چې له شلو ډېر یې به عاجله څانګه کې دی. ډاکتر یاویزی څوک چې د روزنې چارې اداره کوی وایي له دې تدریسی روغتون نه یواځې ناروغان ګټه نه اخلی. ’موږ اوس مهال بشپړ شرایط لرو ترڅو ځوان متخصصین وروزو. له روزنو وروسته دوی نورو ولایتونو او یا هم دلته به شمال کې نورو ولسوالیو ته تللی دی دوی د اړتیا وړ پوهه لری ترڅو خلکو ته مناسبه درملنه چمتو کړی.

ځوان ډاکتران له ځانه سره د درملنې په اړه تر تخصص ډېره پوهه له ځانه سره وړی. د ابو علی سینا په تریسی روغتون کې همدا رنګه د روغوتن د ښه مدېریت او د اغیزمنې کاری لړۍ سره اشنا کږي. په دا تېرو کلونو کې پدې روغتون کې دهغه پروژې له برکته چې له افغنستان سره د آلمان هېواد یې پانګونه کړې  له ۴۰۰ ډېرو کسانو روزنه، د د ندې په تړاو ښونې او لار ښونې ترلاسره کړی. د روغتون کار کونکو خپله کاری لړۍ ساده کړې دهو ناروغانو ته د وینی بهیر رغول شوی ځای ورته ځانګړی شوی او د نارغانو او نارغیو ریکارډ اوس به برقي توګه زېرمه کږی او د ورکې د مخنوی او ساتنې مدرت یې معرفی کړی دی. ۱۴ تنه تجربه لرونکی تخنیکاران ډاډ ورکوی چې تاسیسات او وسایل په سمه توګه نصب شوی او کار کوی. دوی کولای شی چې د بیا ترمیم او حفاظت تول کارونه په خپله وکړی

د مور او ماشوم څانګه

په ډېرو څانګو کې هرڅه ښه په مخ ځي. استثنا پکې فقط د زېږنتون او ماشوم څانګه ده. ډاکتره ملالۍ لغمان یوه ځوانه ډاکتره ده اوس مهال د زېږون اودایګۍ په برخه کې روزنه اخلی. دلته تراوسه لا حالت د خوښې وړ نه دی، لکه دې چې څرګنده کړه: ’دزېږنتون په څانګه کې ځینی وختونه موږ اړ یو چې دری ناروغان په یوه کټ واچوو ځکه چې موږ پوره ځای نه لرو. سربېره په دې موږ تشخیص لپاره د عصری وسایلو له کمښت سره مخ یو، دا پدې معنی چې موږ نشو کولای چې د میندو، د میندو په ګېډه کې د ماشومانو او زېږېدلو ماشومانو لپاره ښه پاملرنه وکړای شو‛

ځکه خو د آلمان هېواد له نوموړی روغتون سره د مور او ماشوم مرکز ته د پراختیا لپاره مرسته کوی، کوم چې په د ۱۳۹۷ کار تر پایه به یې کار بشپړ شی.  دا به د امیندوارو مېرمنو لپاره د بستر ۱۶۰ چپرکټونه او ۱۶۰ نور چپرکټونه به د ماشومانو په څانګو کې ولری. عصری اسانتیاوې او وسایل به دا یقینی کړی چې ناروغانو ته د اړتیا وړ پاملرنه کېږی. مېرمن لغمان له نوی پلان څخه خبره ده او د راتلونکې لپاره خوښه برېښی. ˮنوی مرکز به زموږ ستونزې لرې کړی‟ دې وویل. ’ لدې وروسته به موږ پوره ځای ولرو او د درملنې لپاره یو ممکن بدیل. زه خوشحاله یم چې زه به وکولای شم هلته خپلو روزنو ته دوام ورکړم او په عصری وسایلو کار وکړم‛

خپرونه: وږی ۱۳۹۷
پروګرام: په مزار شریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون بیا رغونه، د مور او ماشوم د نوی روغتیایی مرکز(MCH) جوړول: د مزارشریف د سیمه ایز روغتون وړتیا اوچتول.
پانګه ورکونکی: د آلمان د فدرالی هېواد د بهرنیو چارو دفتر (AA)
کاری شریک: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت
پلې کونکې مؤسسه: د آلمان پراختیایی بانک (KfW)
ولایتونه: بلخ
د پروګرام مؤخه: ‌د ښه روغتیایی سیستم د رامنځ ته کولو په مؤخه د روغتون بنسیټیزه بیا رغونه او د ملکی پراختیا په خاطر د وړ کارکونکو په ګومارنه کې ونډه
 

 

موږ اوس مهال بشپړ شرایط لرو ترڅو ځوان متخصصین وروزو.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector