یو واقعي کور

بی بی وزیره هغه ښځه ده چې ۲۰ کاله وړاندې یې د خپل کور څخه کډه کړې وه: پنځه کاله په خپل هیواد کې او وروسته ۱۵ کاله په پاکستان کې کډواله وه. دې خپل ژوند په خیمو او کمپونو کې تیر کړی دی پرته له دې چې کوم دایمي کور ولري. درې کاله وړاندې، دې پریکړه وکړه چې کډوالي نوره بس ده: دا د خپل وراره سره بیرته افغانستان ته راستنه شوه او د بلخ ولایت د «مهاجر» په سیمه کې میشته شوه. بی بی وزیره چې اوس ۴۵ کاله عمر لري خپل میړه یې په جګړه کې له لاسه ورکړ. دې خپل زامن د مهاجرو په کمپونو کې ستر کړل چې هر یو یې اوس واده کړی دی.

په زرهاوو خلک چې  په خپل هیواد کې د وسله والې جګړې او وچکالۍ له لاسته تښتي د مهاجر په سیمه کې میشته شوي دي. هغوی ته کورني بیځایه شوي خلک وایي. او یو ځل بیا، بی بی وزیره د خپلو ګاونډیو په څیر په خیمو او کمپونو کې چې اوبه یا د حفظ الصحې تسهیلات نلري ژوند کوي، چیرته چې په دوبي کې هوا ډیره تودیږي او په ژمي کې ډیر یخ او ساړه وي. بی بی وزیره چې یوه غښتلې ښځه ده داسې په یاد راوړي: «ما به په خپلو لاسونو وړۍ سپڼلې او څرخولې تر څو سپڼسي ترینه جوړ کړم او هغه د یو څه پیسو د لاسته راوړلو په موخه وپلورم. ما یو ځل بیا په سختو شرایطو کې ژوند کاوه.» دلته د مهاجر سیمې د میشته خلکو لپاره د ۴۶ نویو کورونو ودانول یو د پام وړ بدلون ګڼل کیږي.

د المان حکومت نه یوازې د بیځایه شویو او راستنیدونکو بلکه همدارنګه د هغو خلکو څخه ملاتړ کوي چې کډوال یې په خپلو سیمو کې منلي دي. د کډوالو او راستنیدونکو د وزارت محلي ادارې د هغو لپاره اړینه مرسته راپیژني. په پایله کې، ۵۵۵ د استوګنې کورونه د اړو کورنیو دپاره جوړ شول او ۶۰۰ نورو کورنیو ته د شته کورونو د ترمیم په موخه ودانیز مواد وویشل شول. د المان حکومت چیرته چې د څښاک د اوبو برابرول، د حفظ الصحې د تسهیلاتو او سړکونو ودانول او د ټولنو د ښوونځیو او مرکزونو جوړول او ترمیمول زیات اړین وي، مرسته کوي. خلک همدارنګه د دې فرصت لري چې په روزنیزو  مسلکي کورسونو کې ګډون وکړي. د ۲۰۱۷ کال راهیسې، ۴۰ زره تنه خلکو د نوموړو کورسونو څخه ګټه پورته کړیده.

د بی بی وزیرې او د هغې د ګاونډیو ژوند سمدلاسه بدلون وموند: «مونږ اوس یو واقعي کور لرو چې دوې خونې، یو پخلنځۍ او یو تشناب لري.» خو نوۍ کور د هغې د ژوند د بدلون یوازینۍ عامل ندئ. د مهاجر د سیمې د زیات شمیر اوسیدونکو په شان، بی بی وزیرې په مسلکې روزنه کې ګډون وکړ. هغې ته د دې فرصت ورکړل شوی وو چې د وړیو د میخانیکي سپڼلو، خیاطۍ او د کالی ګڼډلو، اوودلو، د ویښتو د آرایش، ترکاڼۍ، قابلګي، روغتیایی سلامشورې، د سواد زده کړه، او د برښنا د تخنیک او د موټر د میخانیک او د نورو څانګو له ډلې څخه یو ځانګه وټاکي. بې له شکه بی بی وزیرې پوهیدله چې کومه څانګه ځانته وټاکي. دا وایې: «ما په خپل ټول ژوند کې وړۍ سپڼلي او څرخولي دي له دې کبله یقیناً غواړم چې د ماشین په ذریعه د وړیو سپڼل زده کړم!» د روزنیز کورس په پای کې بی بی وزیرې، دې غښتلې ښځې، او په کورس کې نورو ګډون کوونکو هرې ښځې ته د وړیو د سپڼلو یو ماشین ورکړل شو. دا په ویاړ داسې څرګندوي: «زما ماشین د لمریزې انرژۍ په واسطه کار کوي او یوه بطرۍ لري. زه اوس کولای شم په یوه ورځ کې یو پونډ وړۍ د ماشین په ذریعه وسپڼم او سپڼسي یې وپلورم. پخوا به مې د دغه کار دپاره یوه اونۍ په کار وه. زه په یوه میاشت کې اوس کابو ۳٬۰۰۰ افغانۍ په لاس راوړم چې زما د وراره او زما د ځان د پاره بس ده.» ۳٬۰۰۰ افغانۍ د کابو ۳۵ یورو سره معادل دي – دا هغه عاید دئ چې د بی بی وزیرې د پاره د وړیو د سپڼلو د ماشین د تر لاسه کولو وړاندې د تصور وړ نه وو.

یو نوئ کور، کار او عاید – د دې ښځې لپاره چې د ټولنیزې ژمنې احساس ورسره شته، د خپلې ټولنې اندیښنو ته د پاملرنې په لاره کې یو پیلیز ګام هم وو. د مهاجر د سیمې د ښځو نوې جوړه شوې شورا د بی بی وزیرې په کور کې په منظم ډول غونډې کوي. دا د دې شورا د کار د څرنګوالي په باب داسې څرګندونې کوي: «مونږ پر ټولو هغو مسئلو باندې خبرې اترې کوو کوم چې ښځې په خپل ژوند او په ټولنه کې ورسره مخامخ کیږي او هڅه کوو چې د هغو د حل لارې پیدا کړو.» د کډوالو او بیرته راستنیدونکو اړونده ادارې د ښځو څخه د هغوی د غونډو د جوړولو او د حل د هغو لارو په پلۍ کولو کې مرسته کوي کومې چې هغوی یې په خپلو غونډو کې ورباندې پریکړه کوي.

اختر محمد، د بی بی وزیر د ګاونډیانو څخه یو تن هم د نوموړی فرصت څخه ګټه پورته کوي او له ځانه سره پریکړه کوي چې د موټړ د میخانیک په کورس کې شامل شي. کله چې خبرې کوي سترګې یې ځلیږي: «یوه میاشت کیږې چې زه په کورس کې ګډون کوم او ډیر شیان می زده کړي دي. زه د کار په ټولو وسایلو او د هغو په کارولو باندې بلد شوی یم او کولای شم واړه ترمیمات ترسره کړم.» دا ځوان به په کورس کې خپل ګډون ته درې میاشتې نور هم دوام ورکړي. دئ بې له شکه پوهیږي چې وروسته له هغه به څه وکړي. «زه غواړم د موتړ د ترمیم خپل ورکشاپ پرانیزم او پیسې وګټم. حتی همدا اوس د روزنې په بهیر کې یو کوچنۍ معاش په لاس راوړم چې ما ته توان راکوي چې د خپلې کورنۍ څخه ملاتړ وکړم.»

د ژوند پایښتونکي شرایط او د کار او عاید فرصتونه د مهاجر سیمې ته بدلون ورکړی دئ. د مایوسۍ غبار، هغه احساس چې دا وضعه به هیڅکله بدلون و نه مومي، له منځه تللی دئ او په کوربه ټولنه کې کډوال او د سیمې اوسیدونکي یو بل ته ډیر نږدې کیږي. د ټولو لپاره راتلونکي ډیره روښانه معلومیږي.

د خپریدو نیټه: د ۲۰۱۹ کال د مې میاشت
پروګرام: د افغانستان په شمال کې د کورنیو بیځایه شویو ادغامول
دستور ورکوونکی مرجع: د آلمان د بهرنیو چارو وزارت
افغانی پارټنر: د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزارت
پلۍ کوونکی سازمان: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایات: بلخ، جوزجان، سمنگان
د پروګرام موخه: د دې مفکورې غښتلي کول چې افغاني مقامات د افغانستان د شمال په ټاکلیو سیمو کې د کورنیو بیځایه شویو د ادغامولو اغیزمن لوبغاړي دي.

 

مونږ اوس یو واقعي کور لرو چې دوې خونې، یو پخلنځۍ او یو تشناب لري.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector