بنسټیزو حقونو ته لاسرسی: هغه څه چې پوره روغتیا ته پاملرنه یې باید د قانون د حاکمیت له پایښت سره ترسره کړي.

07.03.1400
په نړۍ کې هره میاشت شاوخوا ۱.۹ بیلونه مېرمنې او نجونې له میاشتنی عادت (حیض) سره مخ کیږي. میاشتنئ عادت د بل هر څه پرتله د یو صحتمنده ښځینه جسم سمبول دی. چې عار ګڼل یې او مناسبې روغتیا یی پاملرنې ته نه لاسرسئ اوس هم له ورځنېو معمولو کارونو څخه د مېرمنو او انجونو لری پاتې کېدو ته لاره هواروي: شاوخوا ۵۰۰ میلیونه انجونې او مېرمنې د خپل میاشتنې عادت پرمهال له ګڼ شمېر خنډونو سره مخ کیږي، چې د هغوې د ژوند ټول اړخونه لکه ښوونه او روزنه، په ټولنه کې برخه اخیستنه، روغتیا، اقتصاد او درنښت تر اغیزمن کوې.

د مې ۲۸مه د میاشتني عادت روغتیا ته د پاملرمنې نړېواله ورځ وټاکل شوه. دغه ورځ د میاشتني عادت روغتیا ته د پاملرنې او د میاشتني عادت په ترڅ  کې د خنډونو د له منځه وړلو د ارزښت په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.  

په ۱۳۹۶ کال کې د پوهاوي د کچې د لوړولو په مؤخه په افغانستان کې د نجونو روغتیا ته د پاملرنې لومړنۍ ورځ ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د لومړۍ مېرمنې رولا غني (بي بي ګل) په ګډون مشهوره څېرو، د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ګډون کړی وه.    

ډاکټر فیروز څرګنده کړه" د میاشتي عادت په اړه ناپوهی به د نجونو په روغتیا او روغتیا ته په پاملرنې باندې نه یواځې په ښوونځي بلکه په کور کې او وروسته بیا د هغوې په کورني ژوند کې هم منفي اغیزې ولري [1] په افغانستان کې په ۱۳۹۷ کال کې د مشهوره دیني علماو په ګډون، د میاشتني عادت روغتیاته د پاملرنې په اړه لومړنی ملي لارښود خپور شو.[2]  

له افغانستان سره د آلمان د مرستو د قانون د واکمنۍ د پایښت پروژې(RoL) مؤخه عدالت ته د ټولو په ځانګړې توګه د مېرمنو د لاسرسي اصلاح کول دي. د قانون د واکمنۍ د پایښت پروژه (RoL) په حقوقي کلینیکونو کې د شرعیاتو او حقوقو د پوهنځېو له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو عملي تجربه ترلاسه او ریښتونې قضیې مطالعه کړي.

  ډېرئ وختونه، ښځينه زده کونکې له خپلو بنسټيزو حقونو او اړتیاو څخه محرومې دي. د بېلګې په توګه، د بغلان په پوهنتون کې د ښځینه او نارینه کارکونکو او محصلینو لپاره یواځې یو تشناب شتون لری. له دی امله، ښځینه کارکونکي او محصلینې معمولاً د هغه د کارولو په برخه کې ښه احساس نه کوي. هغوې دوه غوراوي لري: دوی تشناب ته د اړتیا په پار یا کور ته ځياو بیرته پوهنتون ته راګرځي کوم چې ډېر وخت نیسي چې ښايي خپل ټولګي یا کار له لاسه ورکړي او یا هغوې د ورځې تر پایه پورې په پوهنتون کې پاتې کیږي.

بنسټيز او اساسي حقونه په عمومي توګه په او یو بل پورې تړلي دي. د هغوې ترسره کول د هر ډول پرمختګ لپاره یو اړین شرط دی. د دی ډاډمنولو لپاره چې ټول محصلین په ځانګړې توګه مېرمنې روغتیا او درنښت ته د هغوې د حقونو په ګډون خپلو ټولو بنسټيزو حقونو ته لاسرسی ولري، د قانون د واکمنۍ د پایښت پروژه (RoL) د ۷۰،۰۰۰ افغانېو په لګښت سره یو تشناب جوړوي. مناسبې روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی په علمی ژوند کې له کوم محدودیت  پرته د ښځینه محصلینو د برابر ګډون کولو لپاره یو اړین شرط دی.

روغتیايي پوهاوی

د میاشتني عادت پرمهال د شخصي روغتیا نه مراعتول په مېرمنو کې د نه حامله کېدو، رحم کې د کیست او نورو ستونزو لامل ګرځي، نو له همدې امله سپارښتنه کیږي چې د میاشتني عادت پرمهال د مناسبې تغذیې، کوټکس څخه ګټې اخستلو او پاکوالي په مراعتولو سره د دغو ستونزو مخه ونیول شي.

د بنګړي کمپاېن

د میاشتني عادت بنګړی ((The Menstruation Bracelet د میاشتني عادت یو ساده مګر پیاوړی سمبول دی. دا MHD لپاره د نړېوال پوهاوي کمپاین یوه برخه ده. ’د میاشتني عادت بنګړی (The Menstruation Bracelet) د میاشتني عادت نړېوال سمبول دی چې MHD پواسطه جوړ شوی ده. دا په ۱۴۰۹ کال کې د داسې یوې نړۍ جوړولو لپاره زموږ ژمنه ده چېرې به چې د میاشتني عادت له امله په خپلو وړتیاو باندې د پوهېدو په برخه کې د هیڅ یوې مېرمنې یا نجلۍ مخنیوي نه کیږي. داسې یوه نړۍ چېرې چې میاشتنې عادت د ژوند یو نورمال حقیقت ګڼل کیږي. ‘

 

[1]  افغانستان: لمړی ځل د پیغلو روغتیا ته د پاملرنې ورځ (MHDay (menstrual hygiene day.org

[2]  آن دا چې دا شان کړنه یو خوب وو | UNICEF Afghanistan