د برښنا رسونې له نوې شبکې به د سمنګان ولایت ۸۰۰۰ اوسیدونکی برخمن شی

18.01.1400
ایبک، سمنګان (د ۱۴۰۰م لمریز کال د وري د میاشتې ۱۸ مه) – پرون، ولایتي چارواکو، د افغانستان برښنا شرکت (DABS) او له افغانستان سره د آلمان همکارۍ استازو په سمنګان کې د برښنا رسولو یوه شبکه پرانېستله . دا شبکه د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر سیمه کې موقعیت لري. تر ۸۰۰۰ زیات خلک به په بمنچی، مالکر، غندکی، تولکاچي، قزل باش لوپان نو، لوپان کوهنه او سدویی کلیو کې د اعتبار وړ برښنا ته لاسرسي ومومي. په لمانځغونډه کې چې د والي په دفتر کې جوړه شوې وه، شاوخوا ۵۰ تنو ګډون کړی وو. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزو زیربناؤو پراختیایی پانګې (RIDF) د پروژې د پلي کیدو په مؤخه د شاوخوا ۱۳۳ ملیونه افغانیو په لګښت ، د افغانستان برښنا شرکت ملاتړ وکړ.

د سمنګان والي ښاغلی محمد داود کلکاني وویل، " دا زموږ د خلکو سره لویه مرسته ده تر څو وکولای شي برښنا وکاروي. برښنا ته لاس رسی د ښوونې او روزنې، روغتیایی آسانتیاوو، او همدارنګه د کرنې په پرمختګ او وده کې مرسته کوي. "

د کوکجر سیمه به  د برښنا رسونې  له دې شبکې څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي، ځکه چې دا به د ځایی خلکو لپاره د ژوند شرایط ښه کړي او په عینې وخت کې به اقتصاد او د کلیو پراختیا ته وده ورکړي. یو تر ټولو لوی پرمختګ او لاسته راوړنه به د لږ لګښت په بدل کې د روښنايي لپاره دوامداره برښنا ته لاس رسی وي، چې په ترڅ کې به د ښوونځي ماشومان وتوانیږي چې د ماښام د تیارو له خپرېدو  وروسته کورنۍ دنده تر سره کړی  او هټیوال خپلې هټۍ تر نا وخته خلاصې وساتي. دا برښنا رسونه به د ګران بیه او دود لرونکي ډیزلی جنراتورونه ځای ونیسی.

د برېښنا د وېش یو شل کیلو واټه مزئ چې یولس کیلومتره اوږدوالی لری، اوس د کوکجر سیمه د برښنا رسولوله فرعی سټیشن سره چې د دې ولایت په مرکز ایبک کې موقعیت لري نښلوي. همدارنګه، دوولس َ۱۲ د ټرانسفارمر فرعي سټیشنونه چې  ټول ټال ۱۳۷۰  کیلو ولټه امپیره ظرفیت لري او د ۲۷ کیلو مترو په اوږدوالي د ټیټ ولټاژ شبکه به د ۱۴۸۰ څخه زیاتو پیرودونکو ګډون دعامه تاسیساتو لکه ښوونځیو، هټیو او روغتیایی کلینیکونو ته برښنا و وېشی.

د کوکجر سیمې استازی،  مولوی نور محمد وویل، "موږ د ګومارل شویو  انجنیرانو له ښو کارونو څخه بشپړ مطمیئن یوو چې په منظم ډول یې د پروژې د کارونو  څارنه وکړه. موږ ټولو ښکېلو اړخونو سره ژمنه کوو چې موږ به د دې پروژې فعالیت او ساتنې ته پاملرنه وکړو".

د افغانستان برښنا شرکت به په سمنګان کې د برښنا رسولو شبکې د کارولو او ساتنې مسؤلیت په غاړه ولري. د پروژې د پلي کیدو په موده کې، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د سیمه ایزو زیربناؤو پراختیایی پانګې یا (RIDF)، په سمنګان کې د افغانستان برښنا شرکت انجینرانو او مدیرانو لپاره د دندې پر مهال روزنه او  مسلکي لارښوونې  وړاندې کړې. ددې فعالیتونو مؤخه داده چې د افغانستان برښنا شرکت وړتیاوې پیاوړي شي تر څو په راتلونکي کې د ورته پروژو پيژندنه، اداره، پلي کول، پر مخ بیوونه او ساتنه په خپلواکه توګه تر سره کړي شی.

 د سیمه ایزو زیربناؤو پراختیایي بسپنې  (RIDF)  د آلمان پراختیایی بانک KfW  له خوا د آلمان د اقتصادي او پراختیایی چارو وزارت  (BMZ)  په استازیتوب، پلي کیږي.  د سیمه ایزو زیربناؤو د پراختیایی بسپنې مؤخه دا ده چې د افغانستان په شمال کې د ژوند شرایط ښه کړي. داپانګه  لمړنۍ زیربناوې چمتو کوي اود ولایتي ادارې کار کوونکي او ځآیي اوسیدونکي پیاوړي  کوي تر څو  زیربنایی پروژې پلان او پلي کړي. په زیربنایي چارو کې د سرکونو جوړول، د اوبو لګولو کانالونه، د سیلابونوپه وړاندې د استنادي دیوالونو جوړول ، ښوونځي او د برښنا شبکې پراختیا شامله ده. له ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې دغه پروګرام  د ۱۱۶ کیلومترو څخه ډیر سړکونه، ۹۸ کیلومتره د اوبو لګونې کانالونه او ۱۵ د سیلاب په وړاندې د استنادي دیوالونو  جوړولواو بیا رغونې په برخه کې پانګونه کړې، . سربیره پردې یې د ۱۶  ښوونځيو ودانۍ رغولې او ۵۷۵۰ کورنۍ یې  د برښنا شبکې سره  نښلولي. تر دې دمه د سیمه ایزو زیربناؤوپراختیایی بسپنې  له۶۸۰۰ څخه ډیر دولتي کارکوونکي او قرارداديان  روزلي تر څو د ولایتي دولتي پرسونل  وروزي. دا کار به د افغانستان دولتي  ادارې او ارګانونه وتوانوي چې  په راتلونکي کې دا ډول پروژې په خپلواک ډول پلي کړي.