د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال له نیمایي وروسته به په کابل کې ۲۰۰ مېرمنې له کورنۍ اقتصادي روزنې ګټه واخلي

15.02.1400
د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د غویي د میاشتې ۱۵ مه، کابل - په راتلونکو پنځو کلونو کې له افغانستان سره د آلمان همکاري د تخنیکي او مسلکی زده کړو او روزنې پروژه (TVET) په پام کې لري ترڅو ، له یو میلیون او دوه سوه زرو څخه زیاتو میرمنو ته د کورنی اقتصاد اړونده روزنه ورکړي. د غویِی د میاشتي په ۱۴ مه نېټه له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د تخنیکي او مسلکی زده کړو او روزنو پروګرام او د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنو ادارې (TVET-A) چارواکو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر، جلالتمآب محمد اشرف غني په شتون کې دغه روزنیز پروګرام پیل کړ. دغه ورځ د ولسمشر د سل ورځې او سل زېري تر نامه لاندې د نوښتونو په لړۍ کې د ښوونې او روزنې سکتور ته ځانګړې شوه. د کورنی اقتصاد پروګرام د ازمایښتي مرحلې مؤخه دا ده چې د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال تر نیمایي پورې په کابل کې ۲۰۰ میرمنې وروزي. د دې پروګرام اټکل شوې کلنۍ پانګه یو سلو او نهه څلوېښت ۱۴۹ميليونه افغانۍ (۱.۶ میلیونه یورو) ده.

ددغې لمانځغونډې د پیلامې د وینا په ترڅ کې جلالتمآب جمهور رئیس د پوهنې په ښه کیفیت او د هېواد په چارو کې د مېرمنو په ګډون ټینګار وکړ. هغه له ټولو اړوندو وزارتونو څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنو TVET-A له پروژې سره د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کورنی اقتصاد د پروګرام په ترسره کولو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د پوهنې د مدیریت د معلوماتی  سیسټم (EMIS) د ۱۳۹۸ کال د شمیرو پر بنسټ، په افغانستان کې ۷۶ سلنه میرمنې له عمومي او تخنیکي زده کړو بې برخې دي. عنعنوی قوانین، د ښځو خوندیتوب، د نجونو د ښوونځیو او د ښځینه ښوونکو کمبود، او لږ شمېر ښوونځیو ته د ګوتو په شمېر لاسرسی، به دغه شمېرو کې مهم رول لری. د کورنی اقتصاد پروګرام مؤخه په هیواد کې د مېرمنو د بې سوادۍ او د رسمی دندو په چاپېریال د مېرمنو د بې کاري کچه را ټیټول، د میرمنو د کورنيو مهارتونه وده، په ځان بسیا او د اقتصادي خپلواکۍ  پیاوړې کول دی.

د تخنیکی او مسلکی زده کړو او روزنو (TVET-A) علمی مرستیال ښاغلی حمید اکبر وویل، "دا پروګرام نه یواځې دا چې مېرمنو ته وړتیا ورکوي چې خپل ژوند ښه کړي بلکې دا وړتیا هم ورکوي چې په اقتصادي پرمختګ او بشري پانګونې سره په افغاني ټولنه مثبتې اغېزې ولري."

دغه روزنیز پروګرام د لنډ مهاله او اوږدمهاله روزنیزو ناستو وړاندیز هم کوي. روزنه کې به د کورنۍ مدیریت، پرمختللې ارواپوهنه، د مېرمنو روغتیا ته پاملرنه، د کورنۍ د خوړو پلان، کور نۍ مالي چارې، ماشومانو ته پاملرنه، کورنۍ اړیکې، د څارویو روزنه، کرنه او د چرګانو روزنه شامله وي. دغه روزنیزې ناستې  به د عالي ښوونځیو په کچه له لسم تر دوولسم ټولګیو ته وړاندې شي.

د کورني اقتصاد یوې احتمالی زده کونکې آغلې فاطمې وویل، "موږ د ژوندانه د چارو سمبال له خپلو میندو او نیاګانو زده کړی او لسګونه کاله مو هماغه ډول کار کړی. که زه په دې پروګرام کې برخه واخلم زه به لوستې شم او د خپلې کورنۍ چارې په پوره زکاوت او منظمې ترسره کړم" دغه پروګرام به په کورنیو کې یوې سولیزې فضا ته وده ورکړی او له مېرمنو سره به د کورني اقتصاد په خپلواکۍ کې مرسته وکړي.

هغه میرمنې چې اوږد مهاله روزنیزې دورې بشپړوي نه یواځې دا چې د عالي ښوونځي سند ترلاسه کوي بلکی دا فرصت به هم ولري چې په وړکتونونو، د روغتونو په پخلنځیو، کورنۍ سوداګرۍ، د توکو په تولید او همدارنګه د ښوونځیو د مرستیالانو په توګه کار وکړي. د اوږدې مودې روزنه به په ۲۰۲۲ میلادي کال کې پیل شي. هغه میرمنې چې د نهم ټولګي سند لري، پدې روزنیز پروګرام کې د ګډون لپاره وړ بلل کېږي.

لنډمهاله روزنه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال په نیمایي کې پیل کیږی او میرمنې  به د کورنيو تولیداتو لکه جامو او لاسي توکو جوړول، د څارویو ساتنه، د خوړو او لبنیاتو تولید په پرمختللو مهارتونو سمبال کړي. میرمنې به د بازار د غوښتنې سره سم د لوړ کیفیت محصولاتو تولید  او په سیمه ایزو بازارونو کې د تولید د شتون او کیفیت لوړولو په اړه زده کړي وکړي.

له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د تخنیکي او مسلکی زده کړو او روزنو پروګرام (TVET)  د دې موضوعاتو لپاره وار د  مخه درسي نصاب برابر کړی او ورپسې به یې د غویی په میاشت کې د زده کړې مواد چمتو کړي. د دې پروګرام ښوونکي به هم د وړتیاوو لوړولو روزنې ترلاسه کړي.

د نړیوالو مرستو لپاره د آلمان د ټولنې (GIZ)  او د آلمان پراختیایی بانکKfW  ، د آلمان د اقتصادي او پراختیایی مرستو فدرالی  وزارت  (BMZ) په استازیتوب، د تخنیکي او مسلکي زدکړو او روزنو (TVET) پروګرام پلی کوي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو او روزنو مؤخه د نوموړی پروګرام د چارواکو ملاتړ دی ترڅو د مسلکی روزنو یو اغیزمن سیستم رامنځته کړی چې په ترڅ کې به یې د TVET مؤخیزکروپونه د ښه کیفیت ښونې، د ښونځیو مدیریت او آسانتیاوو ته لاسرسئ. د ۱۳۹۱ هجری لمریز  کال راهیسې شاوخوا ۱۵۲۰۰ د مسلکي ښوونځیو ښوونکو، چې شاوخوا ۳۴۰۰ یې مېرمنې دي، په دا شان ضمني روزنو کې برخه اخیستې. شاوخوا، ۴۳۵۰۰ تنو ځوانانو د خپلو مسلکي زده کړو له لارې، د څلورو اونیو لپاره د افغان سوداګریو په برخه کې د کار زده کړې عملی دوره  بشپړه کړې . ټولټال، د تخنیکي او مسلکی زده کړو او روزنو پروګرام TVET څلور نوي ښوونځي جوړ کړي، ،۱۲ ښوونځي یې ترمیم کړي، او همدارنګه ۵۰  مسلکي ښوونځیو د درسي خونو او ورکشاپ توکی ترلاسه کړي دي.