لاسلیک شوي هوکړه لیک، عدالت ته د تلپاتې لاسرسي لاره هواروي

11.03.1400
د عدلیې وزیر جلالتمآب فضل احمد معنوي: "وګړو ته د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په پار، موږ باید ګامونه واخلو، سخت کار وکړو او اړین بدلونه او اصلاحات رامنځته کړو ترڅو د خپلو وګړو رضایت ترلاسه کړو. په ځانګړې توګه د قانون د واکمنۍپه برخه کې، موږ هیله لرو چې ټولو وګړو ته عدالت ته د ښه لاسرسي لرلو په مؤخه د آسانتیا برابرولو په اړه خپلې ژمنې عملی کړو. "

د سه شنبه په ورځ، د ۱۴۰۰ وم هجری لمریز کال د غبرګولي په ۴مه، له افغانستان سره د آلمان د مرستو د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروژې (RoL) د عدلیې له وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک د دواړو لوریو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لپاره ژورو آړیکو ته ژمن دي. دغه هوکړه لیک به په ځانګړې توګه د پروژې په تر سره کېدونکې سیمه کې عدالت ته د مېرمنو د لاس رسی په برخه کې د هغو فعالیتونو په پلي کولو کې له RoL سره مرسته وکړي چې عدالت ته د لاسرسي  لاره هواروي.

ښاغلی بېغند میسر شمیت، د RoL پروژې رئیس او جلالتمآب فضل احمد معنوي د افغانستان د عدلیې وزیر د کابل په دارالامان سیمه کې  د عدلیې وزارت په ودانۍ کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د عدلیې د وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو دواړو استازو پدغه غونډه کې کډون وکړ.

ښاغلي میسر شمیت د خپلې وینا پرمهال وویل،

"موږ هڅه کوو چې خپله همکاري د یو کال لپاره وغځوو او موږد ۱۴۰۲ کال تر غبرګولی پورې له افغانستان سره د آلمان مرستو ته ژمن یو. "

ښاغلي معنوي زیاته کړه،

"دغه هوکړه لیک مهم دی په ځانګړې توګه اوس، ځکه چې نړېوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي. افغانانو لپاره دا ښه زیرې دی چې د نړېوالې ټولنې ملاتړ ادامه لري. "