په انکشافي برنامو کې روڼتیا او حساب ورکونه: حکومت د مشارکت له لارې اغیز ارزونه پیاوړې کوي

08.11.1399
کابل، د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي آتمه - د افغانستان د اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو پروګرام د د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو (MEC) پروژې پرون په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۲۰۲۱ کال لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ. د دې همکارۍ مؤخه د افغانستان د ملي پرمختیايي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد د وزارت د وړتیاوو پیاوړي کول دي. د څارنې او ارزونې اړوند ګامونه په اوږده مهال کې د افغانانو لپاره د پروژو د ګټورتوب ډاډ ورکوی. په دغو مراسمو کې د اقتصاد د وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابي او د پالیسۍ او تخنیکي چارو د معین ښاغلي محمدنبی سروش په ګډون د اقتصاد وزارت استازو او له افغانستان سره د آلمان د همکاري استازو برخه اخیستې وه. د ۲۰۲۱ کال د د مرستو پانګه نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.

د اقتصاد وزیرې آغلې کريمه حامد فاریابی وویل”د پایلو د ارزښت په بناء د څارنې او ارزونې د ښه جوړښت لرونکي سیستم سره موږ کولای شو په هېواد کې د ټولو پراختیایی پروژو په اقتصادی ارزښت پوه شو چې دا به له موږ سره په راتلونکو پرېکړو کې مرسته وکړي“

د اقتصاد وزارت د ملي پرمختیايي پروژو او ملي لومړیتوب لرونکو برنامو (NPPs) د پرمختګ او پایلو د تعقیب او څارنې مسئولیت لري. په ۲۰۲۱ کال کې به د اقتصاد وزارت اوله افغانستان سره د آلمان د مرستو  د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو (MEC) پروژه د مرکزي او ولایتي څارنې او راپور ورکولو د سیسټم (CMRS/PMRS) په ښه کولو او ساتلو باندې تمرکز وکړي، کوم چې د دواړو لورو لخوا په ۲۰۱۸ کال کې رامینځته شوی و. د مرکزي او ولایتي څارنې او راپور ورکولو د سیسټم (CMRS/PMRS) دمخه، ملي پرمختیایي پروژې د کاغذ پر مخ څارل کیدې. له ډیجیټلي ډیټابیس سره، څارنه خورا اغیزمنه او دقیقه شوې ده. دغه همکارۍ به د ملي لومړیتوب لرونکو برنامو او ملي پرمختیایی پروژو د اغیز په ارزونه باندې هم تمرکز وکړي.

د مرکزي او ولایتي څارنې او راپور ورکولو سیسټم (CMRS/PMRS) د پلیو شوو برنامو پایله ګوری. چې د اغیز د ارزونې د شننې او څیړنې له لارې د اقتصاد وزارت کولی شي د راتلونکو پروژو د احتمالي اغیز په اړه باوري پریکړې وکړي. دوی بیا کولی شي لاډیرې اغیزمنې پرمختیایي پروژې پلان او طرحه کړي تر څو د افغانستان خلکو ته ښه ګټه ورسوي.

”له افغانستان سره د آلمان د همکاری رئیس ښاغلی یو اخیم پغئ وویل: د څارنې او ارزونې تنظیمول او ځایی کول د دې ګډې همکارۍ لپاره په ریښتیا هم یو مهم ګام دی. موږ باید دا مؤثره تګلاره د اغیزمنتیا او مؤثریت لپاره وکاروو“

د اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان همکاری د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو (MEC) پروژه به د لیږد پلان رامینځته کړي ترڅو د اقتصاد وزارت د معلوماتو د اداره کولو د سیستم څانګې ته د مرکزي او ولایتي څارنې او راپور ورکولو د سیسټم (CMRS/PMRS) د ټول واک لېږدونه  یقیني کړي. د واک لیږد ښایي د ۲۰۲۱ کال په پای یا د ۲۰۲۲ کال په پیل کې ترسره شي او د اقتصاد وزارت به د مرکزي او ولایتي څارنې او راپور ورکولو د سیسټم (CMRS/PMRS) بشپړ مسؤلیت په غاړه واخلي.

د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو (MEC) پروژه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د پروګرامونو لپاره د ارزونې د پالیسیو په رامینځته کولو کې د اقتصاد له وزارت سره مرسته کوي او د اغیز د ارزونې په ترسره کولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د دغو ارزونو موندنې کابینې، د وزیرانو شورا، پلي کونکو ادارو او نورو اړونده ادارو ته وړاندې کیږي.

له افغانستان سره د آلمان د نړیوالو همکاریو بنسټ (GIZ) GmbH دآلمان د فدرالی حکومت د اقتصادي او پراختیایی چارو وزارت (BMZ) او د آلمان د بهرنیو چارو د فدرالي دفتر (AA) په استازیتوب د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو (MEC) پروژه پلئ کوي. دا پروګرام له افغانستان سره د آلمان د مرستو د پورته شویو ګامونو او پایلو په اړه معلومات راټولوي او غورچاڼ ورسته یې عامو خلکو او تصمیم نیونکو ته د جنډر پورې اړوندو معلوماتو په ګډون خبر ورکوي. د دې پروګرام مؤخه د افغانستان د اقتصاد وزارت د نظارت او ارزونې مهارتونو ته وده ورکول دي ترڅو وکولی شي په خپلواکه توګه ملي پراختیایی پروژې باوری کړي، ویې ارزوي او په اړه یې راپور ورکړي. له ۲۰۱۳ کال راهیسې، د اقتصاد وزارت ۳۵۰ کارکوونکو د نظارت او ارزونې سیسټمونو په کورسونو کې برخه اخیستې او ۱۴۰۰ افغان ژورنالستانو له افغانستان سره د آلمان د همکاریو په مطبوعاتي غونډو کې برخه اخیستې ده.