په هېواد دننه کډوال د وړې سوداګرۍ خاوند: د مسلکي مهارتونو ۱۵۰ روزل شوي کسان په هرات کې د خپل کوچني کاروبار پېلولوتهسترګې په لاره دي

05.03.1400
د شخړو او ښوونیزوهیلو د کمښت له امله، فهیمې د غور ولایت په تا لک ولسوالۍ کې خپل کور پرېښود. لکه د ګڼ شمېر په کور دننه کدوالو په څېر، کله چې هغه هرات ته راورسېدله هغې کوښښ وکړ چې یو نوی ژوند جوړ کړي. وروسته بیا فهیمه د جامو ګڼډلو د ۵۸ ښځینه روزل شوو کسانو له ډلې څخه یوه شوه چې د مسلکي مهارتونو په روزنیز پروګرام (VST) کې یې ګډون وکړ.

دمسلکی مهارتونو د روزنې پروګرام VST  له لارې،  #له افغانستان سره د آلمان د مرستو افغان شریک غیردولتي سازمان UnionAid خپلو روزل شوو کسانو ته د سوداګرۍ اړوند سامانونو د برابرولو پواسطه د کاروبارد ارزښت لرونکی پېل فرصت ورکوي. دغه غیردولتي سازمان دغه پروګرام د هرات د انجیل او ګذرې په ولسوالېو کې بشپړ او د غوايي له ۲۸مې بیا-۳۰ مې پورې یې د تسلیمۍ مراسم ولمانځل ترڅو ۷۰ ښځینه او ۸۰ نارینه روزل شوو کسانو لپاره اضافي توکي برابر کړي. پدغه مراسمو کې د کډوالو او راستنېډونکو چارو د ریاست او د انجیل د ولسوال په ګډون ځايي استازو هم ګډون کړې وه.

اوس، فهیمه د شپږ میاشتني مسلکي مهارتونو د روزنېز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته تر رسولو وروسته، خپلې راتلونکي لپاره مثبتې هیلې لري: ’زه د هغه څه په اړه چې ما په دغې موده  کې زده کړي دي ډېره خوشحاله یم. په شپږو میاشتو کې، ما د جامو ګنډلو ټول پړاونه  لکه اندازه نیول، برش، ګنډل، د جامو بېلابېل موډلونه زده کړی او ټول اړین سامانونه مې ترلاسه کړي دي.‘

د نوي کاروبار په پېلولو کې د فهیمې د ملاتړ لپاره، UnionAid  هغې او د هغې د جامو ګنډلو روزل شوو ملګرو ته د جامو ګنډلو ماشینونه او اړین سامانونه لکه کاري میز، اوتو او د اوتو کولو تختې ورکړې.

زه له افغانستان سره د آلمان د مرستو،  UnionAid او د  UnionAid له ټولو کارکونکو څخه چې ما ته یی په مسلکي توګه د جامو ګنډلو د زده کړې فرصت برابر کړ، مننه کوم.