بدلون رامنځته کول: د یوې مساوي راتلونکې ته د لاس رسي لپاره مبارزه

18.12.1399
هرکال د مارچ په ۸ مه نېټه د «مېرمنو نړیواله ورځ» د مېرمنو او جینکو ټولنیزې ، کلتوري او سیاسي لاسته راوړنې لمانځي. دا کار د مېرمنو حقونه روښانه کوي او د هغو ننګونو په اړه پوهاوی لوړوي چې دوی ورسره مخ دي.

د افغانستان نږدې نیمایی وګړي مېرمنې دي. اوس هم، میرمنې د ژوند په ټولو برخو کې په څرګند ډول بې برخې پاتې دي.  په تیره لسیزه کې، په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره د عامه پوهاوي لوړولو، د جنسیت برابری او په ټولنه کې د مېرمنو دریځ د پیاوړي کولو لپاره د دواړو دولتي او غیر دولتي ادارو لخوا دوامداره هڅې روانې دي.

«د مېرمنو نړیواله ورځ» د ټولو میرمنو لپاره یوې تلپاتې او اغیزمنې راتلونکې ته وده ورکوي. داسې راتلونکې چې له بدبختۍ  او تاوتریخوالي څخه پا که که وي او د ټولو لپاره یوشان فرصت تضمینوي.

د سږکال موضوع؛ «مېرمنې په رهبرۍ کې: د کوید ۱۹ په  نړۍ کې مساوي راتلونکي ته لاس رسی» د هغو پراخو هڅو لمانځل دي چې میرمنې یې د دې وبا او د هغې له ننګونو سره په مبارزه کې ترسره کوي.

په تیرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د مېرمنو لپاره وضعیت په تدریجي توګه ښه شوی دی. د مېرمنو لپاره مساوي حقوق اوس د افغانستان په اساسي قانون کې ذکر شوي دي. د افغانستان د مېرمنو چارو وزارت په ټولنه کې د مېرمنو ځواکمنتیا ته لومړیتوب ورکړی دی. ګڼ شمېر ښځې د رهبرۍ موقفونو کې د افغانستان په پارلمان کې شتون لري.

اوس هم ، ډیری میرمنې د تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د تعلیم او روغتیا پاملرنې ته د لاسرسي لپاره له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نړیوالې وبا په ټوله نړۍ کې د جنسیت  په  توله منفي اغیزې کړې‎ دي. د کړکیچونو تاثیرات د جنسیت  له کبله  هیڅکله بې طرفه نه وي، او کوید ۱۹ ترې مستثناء  ندی.

د ملګرو ملتونو د میرمنو او نړیوالې ژغورنې کمیټې (IRC) لخوا یوه وروستي څېړنه په ګوته کوي چې په افغانستان کې میرمنې د کوید ۱۹ له امله د ډیر خطر سره مخ دي او ډېر  احتمال لري چې د دې وبا له کبله په  پراخه کچه اغیزمني شوي وي.

د افغانو میرمنو لپاره، د وبا ناروغي د هغوی په آزادیو باندې د لازیاتو تنګسۍ  معنی لري. راپورونه  ښٔیي  چې مېرمنې د لوړې کچې فشار تجربه کوي. ډیر احتمال شتون لري چې ښځې خپل اقتصادي معیشت له لاسه ورکړي. دوی اکثراٌ د پاملرنې اضافي کارونو سره مبارزه کوي، لکه  (په کورنۍ کې) د زاړه یا ناروغ خپلوان پالنه.

دا تنګسۍ  د ۲۰  کلو جګړې دروند بار لا هم  اضافه کوي، کوم چې د مېرمنو په ژوند او برخلیک یې خورا ډیر اغیز کړی.

په عین حال کې، د مېرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه راپورونه زیات شوي دي. قرنطین (بندیزونه) اکثرا میرمنې دې ته اړ کوي چې د ځورو نکو کسانو  تر څنک (نږدې) پاتې شي.

 آن دا چې د وبا د خپرېدو دمخه ، ډیرو میرمنو د خپلو حقونو په اړه معلوماتو ته لاسرسي کې ستونزې درلودې او یا د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره له ستونزو سره لاس او ګریوان وې. د آسیا بنسټ  لخوا د افغانانو ترټولو وروستۍ سروې وموندله چې ۵۹ سلنه کورنۍ چې مېرمنې یې مشري کوي راجستر سیم کارت نه لري او ۷۳ فیصده یې  هیڅ داسې غړي نلري چې لوستل یا لیکل و کولای شي. دا ډول شرایط اکثرا د میرمنو د انزوا لامل کیږي په ځانګړي توګه په لیرې پرتو سیمو کې.

د کوید ۱۹ وبا ستونزې دا اغېزې لا نورې هم زیاتوي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

«د افغانستان سره د آلمان د مرستو  د  قانون د واکمنی ټینګښت پروګرام»  د مېرمنو چارو له وزارت سره په ګډه کار کوي ترڅو د مېرمنو د لرې ساتلو  او له ټولنې د ګوښه کولو مخه ونیسي او د هغوی د لا ښه پوهاوي او د هغوی د حقونو د تر لاسه کولو  ملاتړ وکړي.

دوی په ګډه په نهو ولایتونو،  ۱۰۵ ولسوالیو کې، ۱۱۹ د جندر داوطلب مرکزي ځایونه/نقطې یا فوکل پواینټونه  جوړ کړي دي. دا تاسیسات چې رضاکار کارمندان لري له هغو مېرمنو سره مرسته کوي چې غواړي د خپلو قانوني حقونو په اړه معلومات ترلاسه کړي یا مرسته وغواړي. دا مرکزي ځایونه/نقطې د مېرمنو لپاره د پیوستونو او معلوماتو شریکولو په برخه کې  د پام وړ چوپړتیاوې وړاندې کوي.

ډیری میرمنې قانوني معلوماتو یا سرچینو ته لاسرسی نلري. روزل شوي رضاکاران د مېرمنو اندیښنو ته غوږ نیسي ، په خپلو حقونو یې پوهوي ، مشوره ور کوي او لارښوونه ورته  کوي ترڅو د ځپلو مسایلو  لپاره سم ملاتړ ترلاسه کړي. دا کارد مېرمنو پوهه د هغوی  د حقونو په هکله پیاوړې کوي او په پایله کې د دوی باور ډیروي چې د بې عدالتیو په وړاندې غږ پورته کړي.

د دې مرکزي ځایونو/نقطو  له لارې ، د جنډر مساوات په هکله د مېرمنو چارو وزارت پیغام په پراخه کچه آن تر لرې پرتو ولسوالیو هم استول کیږي. دا ګام په ځانګړي ډول د کوید ۱۹ وبا په جریان کې مهم وو. د مېرمنو د حقونو په اړه ابتدایي  پوهه به دوی په دې وتوانوی چې په داسې  حالاتو کې نه یوازې د ځان لپاره بلکې د هغو ځپلو کسانو لپاره چې په خپلو ټولنو کې له دې ډول حالاتو سره مخ دي، هم د حل لار ومومي.

ښوونه په پوهه  ، مهارتونو او پر ځان د اعتماد لرلو لپاره د مېرمنو چمتو کولو یوه خورا مهمه وسیله ده چې  په ټولنه کې د دوی  د بشپړ ګډون لپارلازمه ده. د جنډر مساوات نه یوازې د بشري حقونو بنسټیز حق دی، بلکه د یوې سوله ییزې او سالمې ټولنې لپاره لازمي بنسټ دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دې ګڼ شمېر ننګونو سره سره چې دوی ورسره مخ دي، افغان میرمنې د بدلون رامڼځته کولو وړتیا او هوډ لري.

په افغانستان کې ګڼ شمېر مېرمنې  د هیواد په پرمختګ ، سوله  جوړونې  او کویډ ۱۹ سره د مبارزې په  هڅو کې وڼده اخلي. د دوی برابر استازیتوب او په پریکړو کې برخه اخیستنه به د هیواد دوامداره پرمختګ لپاره اړینه  وي.