د معلوماتو ساتنه

د معلوماتو ساتنه

د ډیټا یا معلوماتو پروسس کول د نړیوالې همکارۍ لپاره د آلمان ټولنې (GIZ)مسؤلیت دی

 

د پوست آدرس:
Friedrich-Ebert-Allee 36 + 40, 53113 Bonn
Dag-Hammarskjöld-Weg 1–5, 65760 Eschborn

اړیکه:

pr-unit-afghanistan@giz.de

د معلوماتو د ساتنې له مسئول سره د اړیکې تفصیلات:

datenschutzbeauftragter@giz.de

 

عمومیات

د نړیوالې همکارۍ لپاره د آلمان ټولنه (GIZ) د نړیوالې همکارۍ لپاره یو عام المنفعه فدرال سازمان دی. موږ د خصوصي قانون لاندې د یو فدرال سازمان په توګه کار کوو. زموږ موخه د نړۍ د خلکو د ژوندانه د شرایطو د ښه کولو او د معیشت د بنسټ په توګه د طبیعي سرچینو د خوندي کولو په تړاو د پراختیایي پالیسۍ د موخو ترلاسه کول دي.

د راټول شوي معلوماتو یا ډیټا په اړه معلومات

کوکي ګانې (Cookies)

دا ویب پاڼه کوکي ګانې یا هغه کوچني فایلونه چې د تخنیکي پروسس کولو لپاره لنډ متن لري، کاروي. له کوکي ګانو پرته – په بل عبارت، مثلاً کله چې کوکي ګانې په براوزر کې غیر فعالې شوي وي نو د دې ویب پاڼې بشپړ کارول امکان نلري.

لنډمهاله کوکي ګانې (Temporary Cookies)

PIWIK_SESSID, PIWIK ignore

د دې برخې کوکي ګانې د کاروونکي د تحلیل لپاره کارول کیږي (پورته وګورئ). دوی هیڅ ډول شخصي معلومات نه ساتي او د غونډې په پای کې یا د کاروونکي د سروې په پای کې، کوم چې په عمومي ډول هر دوه کاله وروسته ترسره کیږي، ختمیږي.

د ویب پاڼې تحلیلونه

دا ویب پاڼه د کاروونکي چلند د څیړنې او تحلیل لپاره د پیوییک یا  Piwik کوکي ګانې کاروي. پدې ویب پا ڼه کې کوکي ګانې د په کارول شوي کمپیوټر د لنډې پتې (IP) په ګډون، د کاروونکي د چلند په اړه د معلوماتو د راټولولو په موخه کارول کیږي. دا معلومات د راټولیدو وروسته سرور ته لیږدول کیږي. په سرور کې دا معلومات بې نومه کیږي او د کارېدنې تحلیلي اهدافو په موخه زیرمه کیږي. د بې نومه کیدو وروسته، د په کارول شوي کمپیوټر یا پیوستون (کنکشن) ته ګمارنه د ټیکنالوژۍ د اوسني حالت سره سم امکان نلري. د کوکي ګانو لخوا رامینځته شوي معلومات، یوازې داخلي پکارول شوي سرور ته لیږدول کیږي او دا معلومات دریمې ډلې ته انتقال نه مومي. د کارونې د تحلیل او څېړنې لپاره د معلوماتو پروسس، د عامه اړیکو فعالیت په زمینه کې د ویب وړاندیز ته وده ورکولو او د غوښتنې پر اساس د معلوماتو چمتو کولو لپاره «د عمومي معلوماتو ساتنې مقرراتو» یا GDPR د ۶ مادې، اول e بند،  پر بنسټ ترسره کیږي. کله چې تاسو سایټ ته ننوځئ، له تاسو به په مستقیم ډول وپوښتل شي چې ایا تاسو د خپل لیدنې پر محال د معلوماتو د بشپړ بې نومه تحلیل او ذخیره کولو سره موافق یاست. که تاسو رضایت و نه ښایئ، نو کومه بې نومه کارونکي معلومات به راټول، ذخیره او بررسي نشي. په تعقیب یې، تاسو د دې اختیار لرئ چې د کاروونکي چلند تحلیل لپاره د کاروونکي د معلوماتو په پروسس کولو باندې اعتراض وکړئ.

هر ځل چې یو کاروونکۍ زموږ ویب پاڼې ته لاسرسی ومومي، او هر ځل چې یو فایل ډاونلوډ شي، نو دا معلومات په لاګ فایل کې خوندي کیږي.

  • د کارول شوي براوزر تخنیکي توضیحات
  • بې نومه IP پته
  • نیټه او وخت
  • پرانستل شوې پاڼه/ د ډاونلوډ شوي فایل نوم
  • د لیږدول شوې ډیټا اندازه
  • خبرتیا چې آیا د کتلو یا ډاونلوډ په اړه هڅه بریالۍ وه

 

ذخیره شوي معلومات په ځانګړي ډول د احصایوي موخو لپاره ارزول کیږي او بیا پاکیږي. دا معلومات به دریمې ډلې ته نه لیږدول کیږي.

دا ممکنه ده چې د کارونکي چلند تحلیل لپاره د کاروونکي معلوماتو پروسس کولو باندې اعتراض وکړئ.

تاسو کولی شی هر وخت ستاسو د کتنې په تړاو د بې نومه راټولو شوو معلوماتو د ذخیره کیدو په هکله اعتراض درج کړئ، نو په دې توګه به په راتلونکي کې دا معلومات راټول نشي. مهرباني وکړئ د دې پاڼې په لاندنۍ برخه کې د آپټ آوټ (opt-out) اختیار وکاروئ ترڅو له شمېرنې څخه لرې شی.

د اعتراض په اړه یادښتونه

د دې موخې لپاره په الکترونیکي وسیله کې یوه کوکی (cookie) ځای په ځای شوې چې له دې ویب پاڼې څخه د کاروونکي د لیدنې پر مهال د هغه د معلوماتو د راټولولو مخه نیسي. د اعتراض د اغیزمن کیدو لپاره باید دا کوکی (cookie‍) په هره کارول کیدونکې وسیله کې ځای په ځای شوې وي. که چیرې بیلابیل براوزرونه یا انټرنیټي پروګرامونه (لکه انټرنیټ ایکسپلورر ، کروم ، موزیلا فایرفوکس) په یوه وسیله کې کارول کیږي، نو کوکي باید په هر براوزر کې ځای په ځای شي ځکه چې کوکي په ځانګړو براوزرونو (انټرنیټ پروګرامونو) کې ذخیره کیږي. مهرباني وکړئ دا هم په یاد وساتئ، که تاسو ټولې کوکي ګانې (cookies‍) حذف کړئ نو د اعتراض کوکي به هم حذف شي او بیا به له سره د هغه ځای په ځای کولو ته اړتیا وي.

د اړیکې فورمې

کله چې تاسو د اړیکې فورمه کاروئ، موږ ستاسو لومړي او وروستي نومونه او بریښنالیک پروسس کوو. دا معلومات د اروپایي اتحادیې د ډیټا د ساتنې د عمومي مقررې (GDPR) د شپږمې مادې د لومړي b) بند پراساس، د اړیکې په فورمه کې د مطرح شوې پوښتنې د ترلاسه کولو په موخه پروسس کیږي.

دا معلومات د SSL - کوډ شوي اتصال په کارولو GIZ ته لیږدول کیږي، کوم چې د غیر مجاز خلکو لپاره هغه ته لاسرسئ خورا ستونزمن کوي.

 

ټولنیزې رسنی

پلگ انونه (Plugins)

موږ په خپلو پاڼو کې د ټولنیزو رسنیو plug-ins کاروو (د بیلګې په توګه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، یوټیوب).

تاسو دا پلگ انونه (plug-ins) د اړوندو ټولنیزو رسنیو د لوګو له لارې پیژنئ. زموږ د ویب پاڼې د معلوماتو د محافظت تضمین کولو لپاره، موږ دا plug-ins یواځې د "Shariff" په نوم حل لارې سره یوځای کاروو. کله چې تاسو لومړی ځل زموږ ویب پاڼې ته ننوزئ نو دا اپلیکیشن زموږ په ویب پاڼه کې د ټولنیزو رسنیو پلگ انونه (plug-ins) نه پریږدي چې اړونده چمتو کونکي یا provider ته معلومات ولیږدوي.

یوازې که تاسو د اړونده تڼۍ پهکلیک کولو سره یو پلگ ان (plug-in) فعال کړئ نو له چمتو کوونکي یا provider سرور سره به مستقیمه اړیکه رامینځته شي (رضایت). کله چې تاسې پلګ ان فعال کړئ نو ډیر ژر اړوند چمتو کوونکی یا provider دا معلومات ترلاسه کوي چې تاسې زموږ له سایټ څخه د خپلې موجوده IP پتې سره لیدنه کړې. که تاسو په ورته وخت کې خپل اړوند د ټولنیزې رسنئ حساب (لکه فېس بوک، یوتیوب) ته ننوزئ، نو اړونده چمتو کوونکی یا provider کولی شي زموږ له ویب پاڼې څخه ستاسې لیدنه ستاسې د ټولنیزې رسنئ له حساب سره وتړي.

د پلګ ان فعالول د اروپایي اتحادیې د ډیټا د ساتنې د عمومي مقررې (GDPR) د شپږمې مادې د لومړي a بند پراساس د رضایت په معنی دي. تاسې هر وخت کولی شئ چې دا رضایت د راتلونکي لپاره له منځه یوسئ.

په کورپاڼه https:/www.ez-afghanistan.de/pa کې د ټولنیزو رسنیو پلګ انونه (plug-ins) په عادي توګه غیر فعال شوي دي. د دوی په فعالولو سره، یا د یوتیوب په لګولو سره، تاسو د اړوند چمتو کوونکي یا provider د کارولو له شرایطو سره موافقه کوئ. سربیره پردې، د دې له فعالولو سره د اړوند چمتو کوونکي کوکی ګانو (cookies) فعالیږي.

کله چې تاسو زموږ ویب پاڼه پریږدئ، د ټولنیزو رسنیو پلګ انونه بیا غیر فعال کیږي او کوکیز (cookies) حذف کیږي. د ټولنیزو رسنیو پلگ انونه باید هرکله چې زموږ ویب پاڼې ته مراجعه کوئ فعال شي.

یوټیوب د پراخه معلوماتو د ساتنې حالت سره

دا ویب پاڼه د یوټیوب ویډیو ګانې په بر کې لري. موږ د یوتبوب د غځول شوي معلوماتو د ساتنې په حالت کې کاروو. سربیره پردې، موږ په خپل سایټ کې دوه کلیک حل یوځای کړی دی، کوم چې زموږ کاروونکو ته خبر ورکوي چې ممکن معلومات یا ډیټا هغه مهال ولیږدول شي کله چې د یوټیوب په ځای شوي یا وصل شوي ویډیو فعاله شي. زموږ په سایټ کې ویډیوګانې یوازې هغه وخت ښودل کیږي کله چې کارونکي په فعاله توګه خپل رضایت وښايي چې دوی د یوټیوب د محرمیت تګلارې یا پالیسي سره موافق دي. مخکې له رضایت څخه، هیڅ ډول معلومات یوټیوب ته نه لیږدول کیږي. کله چې ویډیوګانې په ویب پا ڼه کې ولګولی شي، نو د یوټیوب سرورونو سره اړیکه رامینځته کیږي.

که چېرې د یوټیوب ویډیو ولګول شي، چمتو کونکی یا یوتیوب، کوکي ګانې چې د کارونکي چلند په اړه معلومات راټولوي، کاروي.

هغو کسانو چې د ګوګل د اعلاناتو پروګرام (Google Ads) لپاره د کوکي ګانو خوندي کول غیر فعال کړي دي باید‎ د یوټیوب د ویډیو د لیدو په مهال د داسې کوکي ګانو تمه ونلري. په هرصورت، یوټیوب په نورو کوکي ګانو کې د  غیر شخصي استعمال معلومات هم ذخیره کوي. که تاسو غواړئ د دې مخه ونیسئ ، نو تاسو باید په براوزر کې د کوکي ګانو خوندي کولو مخه ونیسئ.

 

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ د اړوند چمتو کوونکي یا provider د معلوماتو د ساتنې او د کارولو شرایط وګورئ:

فیسبوک: Provider Facebook Inc., 1 Hacker Way, Menlo Park, California, 94025, USA.

 

 

انستاګرام: Provider Instagram Inc., 1601 Willow Road, Menlo Park, California 94025, USA

 

ټویټر: Provider Twitter  Inc., 1355 Market Street, Suite 900, San Francisco, California 94103, USA

 

 

یوټیوب: YouTube: Provider YouTube, LLC, 901, CheeryAve., San Bruno, CA 94066, USA

د معلوماتو پروسس کول د اروپایي اتحادیې د ډیټا د ساتنې د عمومي مقررې (GDPR) د شپږمې مادې د لومړي A) بند پراساس یوازې د کاروونکي په رضایت ترسره کیږي.

 

 

 

 

د شخصي معلوماتو ترلاسه کوونکي

  • معلومات دریم کس یعنی بل چا ته نه لیږدول کیږي.
  • د عمومي اصل په توګه، معلومات دریم ځای ته نه لیږدول کیږي.

 

د معلوماتو ذخیره کولو موده

شخصي معلومات په منظم ډول په هفه صورت کې حذف او پاک کیږي کله چې دې ډول معلوماتو ته د قراردادونو تکمیل کولو (د بیلګې په توګه دنده، وړیا مرسته، کرایه، پیرود یا د خدمت قراردادونه) په خاطر نوره اړتیا نه وي ؛ د اړونده کسانو لخوا جلا رضایت نه وي ښودل شوی؛ او یا په قانوني ډول وړاندیز شوي د ساتنې مکلفیتونه او دورې، نور د معلوماتو ساتلو ته اړتیا ونلري.

د کاروونکي د حقونو په تړاو

تاسې حق لری چې:

  • د معلوماتو په پروسس کولو اعتراض وکړئ
  • ستاسې د شخصي معلوماتو او د هغه د پروسس په اړه پوښتنه وکړئ
  • د اړتیا په صورت کې هغه سم کړی یا د معلوماتو د پروسس د محدودیت یا د هغه د له مینځه وړلو غوښتنه وکړي

دا معلومات به بیا پاکیږي

که تاسو د دې ویب پا ڼې په اړه کومې پوښتنې یا شکایتونه لرئ، کولی شئ د لاندې بریښنالیکونو له لارې اړیکه ونیسی:

datenschutzbeauftragter@giz.de او pr-unit-afghanistan@giz.de

 

تاسو دا حق هم لرئ چې د معلوماتو د ساتنې د څار له چارسمبالي سره شکایت درج کړئ. پدې قضیه کې ځواب ویونکئ د معلوماتو د ساتنې او د معلوماتو د آزادۍ لپاره د آلمان فدرال کمیشنر (BfDI) دی.

 

د نوم د زېرمې نه منل: نه منل بشپړ شول، دغه برېښنا پاڼې ته به ستاو د ننوتلو معلومات زېرمه نشی. مهرباني وکړي په یاد ولرئ که چېرې خپل کوکیز