ستراتیژی

د هغه څه په پاې ته رسېدو سره چې 'د بدلون د لسیزې' (۱۴۰۲-۱۳۹۳) په نوم یادیږي کوم چې د بدلون پروسو ته د رسېدو پړاو ده – افغانستان به د یو 'نورماله پرمختګ کونکي هېواد' وضعیت ته رسېدلې وي. دا پدې معنې چې افغانستان به په ۱۴۰۲ کې هم په لوړه کچه په بهرنۍ مرستې متکي وي، مګر په لوړه کچه به د خپلې بودجې او امنیتي لګښتونو د برابرولو وړتیا ولري. خوبیاهم، اوسمهال، دولت د هېواد د دوامداره پرمختګ د جوګه کېدو لپاره چې په روانې مسلح جګړې پورې هم اړه لري ، کافي بودجه نلري. نو له همدې امله په افغانستان کې د سولې د بریالېو خبرو اترو ژمنه د آلمان د همکارۍ یوه خورا مهمه برخه ده.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د آلمان د صدراعظم انجیلا میرکل سره په خبرو اترو کې.
 

د ټوکیو په کنفرانس کې په ۱۳۹۰ کې نړېوالې ټولنې هوکړه وکړه چې تر ۱۴۰۲ پورې په ملکي ښکېلتیا کې خپلې ژمنې ته ادامه ورکړي او پدې موضوع یې په لندن کې (۱۳۹۲)، بروکسل کې (۱۳۹۴) او جنیوا کې (۱۳۹۶) د ویزرانو په کنفرانسونو کې او پدې وروستېو کې په جنیوا کې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۸ کې د وزیرانو په دوه کنفرانسونو کې بیا ټینګار وکړ.

د بروکسل په کنفرانس کې په ۱۳۹۴ کې، نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د ملکي بیارغاونې لپاره له ۱۳۹۵- ۱۳۹۸ مودې لپاره د ۱۵.۲ میلیارده امریکايي ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.  د آلمان دولت د ملکي ښکېلتیا لپاره په کال کې ۴۳۰ میلیونه یورو مرسته تائید کړې وه.

جنیوا کې د افغانستان د تمویلونکو د ۱۳۹۸ په کنفرانس کې، د آلمان دولت له افغانستان سره خپله ژمنه تائید کړه. فدرال وزیر ماس د ۱۴۰۰ کال لپاره تر ۴۳۰ میلیونو ایورو پورې دوامداره ملاتړ (د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت: تر ۱۸۰ میلیونه  یورو؛ د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت: تر ۲۵۰ میلیونه ایورو پورې) یو ځل بیا اعلان کړ او د لاندې درېو کلونو لپاره یې د بدلون د لسیزې تر پایه پورې (۱۴۰۲-۱۴۰۰) په پرتله کېدونکې کچې کې خپله مرسته وغځوله.    

د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د تصدیق شوې بودجې ترلاسه کول د هغو اصلاحاتو په پلي کولو پورې اړه لري کوم چې د افغانستان د شراکت په چوکاټ (APF) کې د نړېوالې ټولنې او افغان دولت ترمنځ هوکړې ته رسیدلي دي. په ځانګړې توګه، د ښځو او اقلیتونو د حقوقو، د دولت د سپېڅلتوب، ښې حکومتولۍ او فساد پر وړاندې د مبارزې په ګډون د بشري حقونو خوندیتوب او همداراز د مهاجرت موضوعات د آلمان ښکېلتیا لپاره اړین شراېط دي.

افغان دولت د اصلاحاتو د پرمختګ اصلي مسؤلیت پرغاړه لري چې له نړېوالې ټولنې سره پرې په ګډه هوکړه شوې ده. خوبیاهم، دا په وروستۍ یادې شوې اوږدمهاله ژمنې پورې اړه لري.  

آلمان به راتلونکې کې د فقر پر وړاندې د مبارزې، د ښه حکومت د تاسیس او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې ته دوام ورکړي او پدې ډول سره به د تلپاتې پایښت، امنیت او سولې بنسټ کیږدي. یو اړین شرط یې د افغان دولت د اصلاحاتو د هڅو دوام دی. پدې برخه کې، اروپايي اتحادیې او د هغې غړو هېوادونو افغانستان په اړه د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې د شورا پاېلې کې د ټولو افغان لوبغاړو په وړاندې خپلې هیلې بیا څرګندې کړې.

 د آلمان همکاري له افغانستان سره د یو داسې دولت په جوړولو کې مرسته کوي چې  وګړي یې د خپلو ګټو د مشروع استازي او د خپلو بنسټیزو اړتیاو د پوره کولو لپاره د چوپړتیاو د برابرونکي په توګه په رسمیت و پیژني. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان حکومت باید د دې وړتیا ولري چې خپلو وګړو ته له فقر، وطن پرېښودلو او افراطیت څخه پرته ژوند هیلې وړاندې کړي.

له افغانستان سره د آلمان همکاري د افغانستان د اوږدمهاله پایښت او سوله اییز پرمختګ د شراېطو په جوړولو کې مرسته کوي. دا یو جامع او شبکه لرونکی روش کاروي چې په هغه کې ډیپلوماتيکې هڅې او 'افغانستان لپاره د پایښت تړون' پروژې، د ناټو په روزنیزو پروګرامونو او مشاورتي ماموریت کې ښکېلتیا، پراختیايي همکاري، د پولیسو د ځواک د بیاجوړلو هڅې او بشري مرستې شاملې دي.

دغه روش عمدتاً د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت، د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت، د آلمان د کورنېو چارو فدرال وزارت او د آلمان د دفاع فدرال وزارت لخوا پلي کیږي. په لاندې برخه کې، موږ د ملکي بیارغاونې پروسې ته له نژدې څخه کتنه کوو چې عمدتاً د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت او د آلمان د اقتصادي همکارېو او پراختیا فدرال وزارت لخوا ملاتړ کیږي.

په افغانستان کې د آلمان ښکېلتیا په لاندې برخو تمرکز کوي:

د سولې او پخلاینې د پروسې پرمختګ

افغانستان کې شته شخړې یواځې له سیاسي لارې حل کېدلې شي. افغان لوبغاړو ترمنځ یواځې یو سیاسي تړون کولی شي په افغانستان کې د پایښت او باثباته پرمختګ شراېط رامنځته کړي. موږ له همدې امله افغانانو ترمنځ د سولې د باثباته او ټولشموله خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوو. په ورته وخت کې، موږ په افغانستان کې د امکان تر بریده پورې د ډېرو ټولنیزو ډلو د شتون په ډاډمنولو کې مرسته کول غواړو په ځانګړې توګه مېرمنې د یوې سیاسي حل لارې په رامنځته کولو کې مرسته کولې شي او دغه حل لاره په حقیقت کې هغه څه چې په وروستېو کلونو کې ترلاسه شوي دي، خوندي کوي.

د دولتي نهادونو د پیاوړي کولو لپاره د هغه د کار ترڅنګ، د آلمان دولت په افغانستان کې مدني ټولنې ملاتړ کوي؛ په ځانګړې توګه هغه روشونه چې د سولې او بیاپخلاینې له پروسې سره مرسته کوي. د دې سربېره، د آلمان دولت د افراطیت د مخنیوي او د سیمه اییزې همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن دی.

د مدني ټولنې ثبات جوړونه او د پولیسو د ځواک پیاوړي کول

په شبکه اي روش کې د مدني ټولنې ثبات او د پولیسو د ځواک پیاوړي کول د پراختیايي همکارۍ او پوځي ملاتړ لپاره بشپړونکي او اړین اقدامات دي. د دی کار موخه د سولې د پروسې لپاره د اړینو شراېطو رامنځته کول دي. د کورنېو چارو فدرال وزارت په همکارۍ سره، د آلمان د بهرنېو چارو فدرال وزارت (AA) د افغانستان د کورنېو چارو وزارت له مالي پلوه او همداراز د آلماني پولیس افسرانو د لیږلو پواسطه ملاتړ کوي ترڅو د پولیسو داسې یو ځواک رامنځته کړي چې د قانون د حاکمیت اصولو ته د درناوي ترڅنګ د امنیت د تأمینولو وړتیا هم ولري.  

د افراطیت د بدیل په توګه د دندې لرلیدونه

هر کال، شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ ځوانان افغان کاري مارکیټ ته دننه کیږي. د ګمارنې د کچې د لوړولو او د دندو د رامنځته کولو د اقداماتو موخه د هغو د لرلیدونو سمون او دواړه ښځینه او نارینه و ته په برابره توګه د لا ډېرې خوندي راتلونکې برابرول دي.

د زده کړې او مسلکي روزنې له لارې د راتلونکې جوړول

ښه زده کړه او مسلکي روزنه دندې او سیاسي ګډون ته د لاسرسي بنسټ جوړوي. د دی موخه د ژوند جوړولو لپاره د خلکو د فرصتونو اصلاح کول دي. له لومړنۍ با کیفیته زده کړې او مسلکي روزنې څخه مننه چې د کار بازار ته د لاسرسي ترلاسه کولو لپاره یې لاره هواره کړې ده. د ظرفیت جوړونې او زیربنا له اقداماتو سره، موږ د مسلکي روزنې او همداراز د لومړنۍ او ثانویه زده کړې د کیفیت په اصلاح کې مرسته کوو. د دې سربېره، موږ له فعالو جوړښتونو لکه د شاګردۍ دودیزې دورو څخه چې له وړاندې څخه شتون لري ګټه پورته کوو او هغو ته لا ډېره پراختیا ورکوو.

د ښې حکومتولۍ له لارې د عدالت تأمینول

ښه فعالیت کونکي دولتي مقامات، ادارې او نهادونه عامه نظم، سوله اییزې ټولنیزې اړيکې او حقوقي ډاډمنتیا خوندي کوي. د حقوقي سیسټم او ځايي حکومت د فعالیت د اصلاح اقدامات به د دغو ارګانونو مهارت او ظرفیتونه لوړ کړي ترڅو خپلې دندې په رڼه توګه ترسره کړي، فساد پر وړاندې مبارزه وکړي او د مېرمنو حقونو ته وده ورکړي.

کليوالو سيمو کې اقتصادي پرمختګ

له څلورو څخه درې افغانان په کلیوالو سيمو کې ژوند کوي چې اکثریت یې په کرنه بوخت دي. پدې برخه کې، موږ خپل ملاتړ په ځانګړې توګه د دندې د دواړه اوږدمهاله او لنډمهاله ګټورو فرصتونو په رامنځته کولو متمرکز کوو لکه د شيدو او غنمو د ارزښت د ځنځیرونو د پراختیا او پیاوړتیا له لارې.

د بنسټیزې زیربنا برابرول

د رامځنته شوي پرمختګ ترڅنګ، عامه زیربناو، چوپړتیاو او استوګنځایونو ته د افغان ښاریانو لاسرسی اوس هم خورا محدود دی، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې. زموږ د کار موخه ښاریانو ته په ځانګړې توګه زیانمنونکو ډلو لکه داخلي بېځایه شوو وګړو ته د بنسټیزې زیربنا لکه د اوبو او بریښنا د رسولو اصلاح او د ښاري پراختیا ملاتړ کول دي ترڅو په پایښت لرونکې کلیوالې او ښاري پراختیا کې ونډه واخلو. یوه فعاله بنسټیزه زیربنا هم په دولتي نهادونو باندې د ښاریانو د باور کچه لوړوي.

د ځايي جوړښتونو پیاوړي کول

د پرمختګ یو مهم شرط د ځايي شریکانو لخوا د مسؤلیت منل دي. دې ټکي ته په پاملرنې سره د آلمان دولت ځايي پرېکړه کونکي جوړښتونه پياوړي کوي او په ډېرېدونکې توګه هغوې د پلان جوړونې په پرېکړو او د پلي کولو په پروسې کې مدغم کوي. دا روش همداراز د ګټې د شخړو د حل په برخه کې ونډه اخلي. ودانیز کارونه د امکان تر بریده پورې د ځايي کارکونکو پواسطه د داخلي ودانیزو توکو په کارولو سره تر سره کیږي ترڅو دندې رامنځته او اړونده سیمه کې عاید ترلاسه شي. 

د بشردوستانه مرستو برابرول

د سولې او پرمختګ د هڅو سربېره، د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې په ۱۴۰۰ کال کې ۱۸.۴ میلیونه وګړي پراخې بشري مرستې ته اړتیا لري. د افغانستان وګړي د پرله پسې طبيعي آفتونو او څو لسیزو وسله والو جګړو پاېلې زغمي. دغه دواړه فکتورونو د هېواد دننه د ګڼ شمېر وګړو بېځایه کېدو ته لاره هواره کړې ده او لکه له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو افغانانو په څېر دوې هم بشري مرستې ته اړتیا لري. د COVID-19 ناروغۍ پاېلې دغه حالت نور هم خرابوي.

د مدني ټولنې رول

مدني ټولنه د دولتي نهادونو د روڼتیا او حساب ورکولو او ټولنه کې د بدلون د هیلو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي. په پاې کې، د آلمان حکومت د مدني ټولنې له سازمانونو سره له نژدې څخه کار کوي او هغو ته سلامشوره ورکوي ترڅو هغو ته په دولتي پروسو کې د لا ډېر ګډون کولو وړتیا ورکړي او پدې ډول سره د مدني حقونو په نافذولو کې ونډه واخلي.           

ملاتړ د اصلاح د هڅونکي په توګه

د خپل مالي ملاتړ په بدل کې، د آلمان حکومت له افغان حکومت څخه تمه لري ترڅو د حکومتولۍ، فساد پر وړاندې د مبارزې، بشري حقونو او د مېرمنو د حقونو په ځانګړې ډول اقتصادي شمولیت په تېره بیا د مېرمنو لپاره او همداراز د کډوالۍ او مهاجرت په موضوعاتو کې د همکارۍ په برخه کې د خپلو اصلاحاتو ژمنو ته دوام ورکړي.

په راتلونکې کې د آلمان حکومت په پام کې لري ترڅو د اصلاحاتو د برخې له افغان شریکانو سره خپله همکاري په سیستماتیک ډول سره پراخه کړي او د روڼتیا، په ځان بساینې او پرمختګ باندې د تمرکز کولو لپاره ډېرې هڅونې تر سره کړي.  

پدې برخه کې به، د ملاتړ دوام د افغان دولت پواسطه د دوه اړخیزه هوکړه شوو اصلاحاتو په پلي کولو پورې اړه ولري. که چېرې د اصلاحاتو په برخه کې د پام وړ پرمختګ و نه ليدل شي، موږ خپل ملاتړ په دوامداره توګه کم یا بندوو. آلمان او نړېواله تمویلونکې ټولنه خپل اړونده ملاتړ له یو بل سره له نژدې څخه همغږي کوي.

افغانستان سره د آلمان همکاري – په یو بې ثباته چاپیریال کې شتون

د آلمان همکاري د هغو ساحو په ګډون چې د بحران او شخړو پواسطه په نښه شوي وي په ګڼ شمېر ساحو کې فعالیت کوي. دغه ساحې په ځانګړي ډول د هغې پراخې کچې ژمنې اړتیا ده چې د آلمان دولت لخوا وړاندې شوې ده. ملي نهادونه او د مدني ټولنې سازمانونه په سوله کې د ژوند کولو، سیاسي امنیت او ثبات په تضمینولو او همداراز د اقتصادي لرلیدونو په پراختیا او د ګډون لپاره د ټول جمعیت د وړ کولو په برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د آلمان همکاري له افغان او ملي شریکانو سره په برابره توګه په نژدې همکارۍ کولو باندې تمرکز کوي. د همکارۍ چوکاټ د ۱۴۰۸ اجنډا او د ملګرو ملتونو منشور د ارزښتونو او حقونو په ځانګړې توګه د بشري حقونو پواسطه جوړ شوی دی. په پاې کې، یواځې دغه شریکان باید د اړینو مهارتونو د رامنځته کولو وړتیا ولري او په اوږدمهاله کې په خپلواکه توګه د پراختیايي پرواګرامونو د پلان جوړولو او پلي کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي. د دې موخې لپاره، د آلمان دولت یو تر ټولو غوره لومړیتوب له افغان شریکانو سره په نږدې مشورې کې کار کول دي ترڅو اړونده پروګرامونه په افغانستان کې له ځانګړو شراېطو سره برابر او له ځايي اړتیاو سره هغوې په غوره ممکن ډول  همغږي کړي.  

پدې هڅو کې، افغان کارپوهان چې د پلي کونکو سازمانونو لپاره کار کوي د پام وړ رول لوبوي. په تخنیکي او مالي همکارۍ کې د کارول شوو روشونو موخه د آلمان د همکارۍ له پروسو سره  د داخلي پرسونل آشنا کول او د پلي کولو د مدیریت په برخه کې د هغوې روزل دي. موخه یې اړونده برخه کې د تخصص رامنځته کول او افغان کارکونکو ته په تدریجي توګه د مسؤلیت سپارل دي ځکه چې هغوې د وخت په اوږدو کې عملي تجربه ترلاسه کوي او د دې کار ترسره کول هغوې د مدیریت په پروسو کې ښکېلوي. له نړېوالو کارپوهانو سره یو ځاې، هغوې اړتیا لري ترڅو له افغان شریکانو سره په مسلکي توګه د پروګرامونو د پلان په جوړولو، د پلي کولو په مدیریت او د ټولو فعالیتونو د اغیزمنتوب او ثبات په ډاډمنولو کې مرسته وکړي.

افغانستان کې د ملي او نړېوالو کارکونکو امنیت د آلمان د حکومت ستر لومړیتوب دی. امنیتي وضعیت ملي او نړېوالو کارکونکو لپاره خورا توپیر کوي او دغه وضعیت په دوامداره توګه څارل کیږي. اړین احتیاطي تدابیر نیول کیږي او معیارونه اصلاح شوي دي. که چېرې اړتیا وي چې نړېوال کارپوهان باید د لنډې مودې لپاره له هېواد څخه ووځي، فعالیتونه به ونه دریږي. د افغان پرسونل د ظرفیتونو د پیاوړي کولو په پاېله کې، پروګرامونه په پرله پسې توګه ادامه مومي. د دې سربېره، د سوداګرۍ د دوام مدیریت په دوامداره توګه ارزول کیږي: کله چې نړېوال کارکونکي ونشي کولې  ترڅو ساحې کې شتون ولري، د کارونو ثابت مدیریت بیا هم تضمین دی.

دغه مو‌ډل خپل بریالیتوب ثابت کړی دی او په دوامداره توګه پراختیا مومي. د پلان جوړونې له پړاو څخه وروسته، پروګرامونه داسې طرحه شوي دي چې که چېرې له لري واټن څخه هم مدیریت شي، بیاهم ادامه ومومي. د ټولو اړینو امنیتي معیارونو په پام کې نیولو سره، دا د آلمان د همکارۍ په ټولو پروژو او پروګرامونو کې د داخلي کارپوهانو د فعالې ښکېلتیا او نږدې همکارۍ له امله شونې ده. له همدې امله، د آلمان د همکارۍ پروګرامونه تر سختو امنیتي شراېطو لاندې هم پلي کېدای او کیفیت او ګټورتوب یې ډادمن کیدای شي.

Screen shot CevTracker

د پایلو په لاس راوړنه، څارنه او نقادانه ارزونه – د افغانستان سره د المان پراختیایي همکاري څنګه پر مخ ځي

د دې لپاره چې د افغانستان سره د همکارۍ د اقدامونو چلندونه او اغیزې په دوامداره توګه ښه والۍ ومومي، د المان حکومت د ستراتیژۍ د پلۍ کولو پرمختګ څاري اود بیلابیلو پروګرامونو پایلو ته کره کتنه کوي. اقدامونه په منظمه توګه ارزول کیږي.  

اړوند >