د افغانستان د بیارغاوني لپاره کارپوهان

د افغانستان په وزارتونو او اداری سیسټمونو کې په وروستېو کلونو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شویدی. اوسمهال، د افغانستان ادارې په تدریجی ډول سره د بیارغونې او د ډونرانو د همغږۍ چارې په خپله مدیریت کوي.

وضعیت

سره لدې، د رڼو او اغیزمنو اداري جوړښتونو پرمختګ هیواد لپاره اوس هم یوه ستره ننګونه پاتې شویده، ځکه چې ډيرو مجربو افرادو خپل کورونه پریښي ترڅو له جګړې او سیاسی ناکرارۍ څخه وتښتي. د مغزو دا ډول ستره خلا پدې معنې دي چې دا هیواد په کلیدي برخو کې متخصصین او یا کار پوهان نلري. په لوړه کچه وړ افغان کارپوهانو ته د هیواد د باثباته کولو لپاره په بیړني ډول سره اړتیا لیدل کیږي.

موخه

د افغانستان دولتی ارګانونه د دې وړتیا لري چې په راڼه او اغیزمنه توګه فعالیت وکړي. د افغانستان ادارې مهمې دولتې چوپړتیاوې وړاندې کوي، او پدې ډول سره د دولت د منلو کچه لوړوي. وزارتونه او دولتي دفترونه په خپلواکه توګه د پرمختګ د اقداماتو د پیل او مدیریت او د تمویلونکو د فعالیتونو د همغږۍ لپاره ملاتړ تر لاسه کوي، او پدې ډول سره د افغانستان په باثباته کولو کې ونډه اخلي. کوم پرمختګونه چې په چټکۍ سره احساس کیږي، که چیرې شونې وي، تعقیبوی یی.

اقدامونه او پایلې

د آلمان دولت د افغانستان د ادارو په نفوذ لرونکو پوستونو کې د مجربو کسانو د ځاې پر ځاې کولو په واسطه او یا په مرسته د افغانستان د ادارو مهارتونه اصلاح کوي. د هغوې اداری جوړښتونه، او پدې ډول سره د هیواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پیاوړې کوي.

راستنیدونکي او مدغم شویکارپوهان پوهه پیاوړې کوي

دغه پروګرام د کارپوهانو په دوه ډلو تمرکز کوي: مدغم شوی کارپوهان او راستنیدونکي کارپوهان

راستنیدونکي کارپوهان هغه افغانان دي چې په جرمني یا د اروپا په کوم بل ځای کې یې زده کړې یا مسلکي کاري تحربه ترلاسه کړيوي، او اوس هیله لري چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي. Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH دغه روزل شوي کارپوهان په وزارتونو، دولتی ادارو او پوهنتونونو کې ځاې پر ځاې کوي، چېرې چې هغوې پرمختیايي کلیدي پوستونه نیسي. د استعدادونو د بیرته ستنیدو دغه تګلاره تضمینوي چې د بهرني مهاجرت له لیارې ځنې له لاسه وتلي کارپوهان بیرته افغانستان ته راوګرځی یا را ستانه شی. د دې سربېره، راستنېدونکي افغان کارپوهان خپله پوهه خپلو همکارانو ته لیږدوي، او پدې ډول سره تضمینوي چې پوهه په پایښت لرونکي ډول سره دولتي دفترونو او پوهنتونونو ته لیږدول کیږي. دغه 'پول جوړونکي' همداراز د افغانستان، جرمني او نړېوالو شریکانو ترمنځ خبرې اترې پیاوړې کوي.  

GIZ د راستنېدونکو کارپوهانو سترې مشورتي چوپړتیاوې او د شبکې جوړونې پراخ فرصتونه وړاندې کوي، او تر درېو کالو مودې پورې د هغو سیمه اییزه تنخواه لوړوي.

د بیلګې په توګه، یوه بهرنۍ روزل شوی کارپوه، چې اوسمهال افغانستان ته ستنه شویده، د دولت اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د جندر د مساواتو او سیاست په اړه مشوره ورکوي. افغانستان کې د میرمنو د حقونو د پیاوړي کولو لپاره، هغې یوه اجرائیوي کمیټه جوړه کړیده، چې د میرمنو د لیوالتیاو د پرمختګ مفکورو ته پراختیا ورکوي، او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې تعقیب او د هغو په اړه راپور وړاندې کوي. د دې سربېره، ستنیدونکې کارپوه د لیوالتیا لرونکې یوه ډله پیدا کړله ترڅو د سولې په پروسه کې د میرمنو رول پیاوړی کړي. دغه ډله د بحث لپاره یو دریځ وړاندې کوي چې د افغانستان د مدني ټولنو د میرمنو لخوا کارول کیدلې شي.

مدغم شوی کارپوهان د اروپا د کار له مارکیټ څخه په لوړه کچه وړ کارپوهان او مدیران دي چې افغانستان کې په دندو ګمارل شویدي. GIZ هغوې د نړېوال مهاجرت او پراختیا د مرکز (CIM) سره په اړیکه کې، له افغان ګمارونکو څخه د ترلاسه شوي غوښتنې په ځواب ځاې پر ځاې کوي. دغه بهرني کارپوهان په نفوذ لرونکو پوستونو کې په ټاکل شوو ادارو کې کار کوي، چېرې چې هغوې د اداري او مدیریتي ظرفیتونو په پراختیا کې مرسته کوي. هغوې د ځايي شریکانو لخوا د ځايي قرارداد پر بنسټ په دندو ګمارل کیږي، او د خپلې تنخوا ډيریدل له GIZ څځه ترلاسه کوي.

یوه مدغم شوی کارپوه، د بیلګې په توګه د افغانستان د بهرنېو چارو په وزارت کې د دیپلوماتیکې ادارې مشري پر غاړه لري. د هغې په رول کې، هغې له نړېوالو معیارونو سره سم د راتلونکو دیپلوماتانو د ټاکلو لپاره کاری پروسه اصلاح کړیده او د کاندیدانو په ټاکلو کې روڼوالې ډاډمنوي. د دې سربېره، هغې د نړېوالو اړېکو او سیاسي علومو په برخه کې د لیسانس په کچه کورس رامنځ ته کړی دی چې د دیپلوماتیکې روزنې لپاره یو مهم بنسټ وړاندې کوي. د دیپلوماتیکې چوپړتیا شاوخوا ۹۰۰ غړو له دغو اصلاح شوو چوپړتیاو او د اړونده ادارې د زده کړې او روزنې له لړۍ څخه ګټه پورته کړیده.

یوې راتلونکې سره ستنېدل – کلیدي پوستونو کې په دندو ګماریدل

د ډېرو ستنیدونکو کارپوهانو لپاره، دغه پروګرام له دولتي ګمارونکي سره د یوې مسلکي دندې د پيلولو فرصت وړاندې کوي. د هغو له ګمارل کیدو څخه وروسته، ډير کارپوهان په ځنو برخو کې لکه ښې حکومتولۍ، امنیت، داخلي او بهرنۍ پالیسۍ، سوداګرۍ او اقتصاد، ترانسپورت، زده کړې، لوړو زده کړو، او کلتور او رسنۍ کې د کلیدي پوستونو تر لاسه کولو ته ادامه ورکوي. د پروګرام له ځنو ګډون کونکو څخه په افغانستان کې د مهمو ښارونو او سیمو ښاروالان جوړ شویدي، پداسې حال کې چې ځنې نور ېې په دولتي ادارو او پوهنتونونو کې د څانګو مشري کوي، او یا له هیواد څخه بهر د سفیرانو په توګه د خپل هیواد استازیتوب کوي. دغه پروژه پدې ډول سره افغان کارپوهانو ته فرصت ورکوي ترڅو د خپل هیواد په پرمختګ کې د پام وړ ونډه واخلي.

په یو نظر کي

پروګرام:
په ملي او د ولایت او ولسوالېو په کچه د افغانستان د وزارتونو او اداری سیسټمونو د پرمختګ ملاتړ
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان فډرالي حکومت د بهرنېو چارو وزارت
شریک:
د افغانستان وزارتونه او دولتی نهادونه
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بلخ, هرات, کابل, کندهار, خوست, ننګرهار, پکتیا, سمنګان
د پروګرام موخه:
د هیواد د باثباته کولو په موخه د اغیزمنو او رڼو ارګانونو تاسیس کول
ټوله موده:
مرغومې ۱۳۸۸- مرغومې ۱۳۹۹