د افغانستان په شمال کې ثبات جوړونه

د افغانستان په شمالي برخو کې د ژوند شرایط ستونزمن دي. ډیر اوسیدونکي د خپل ژوند لپاره په کرهنه او مالداري پورې نښتي دي. دلته نورې دندې چې د عاید ښه فرصتونه ولري ډیر لږ شتون لري.

وضعیت

د افغانستان په شمالي کلیوالي سیمو کې خلک د امنیت ناخوال وضعیت او د سیمې کمزوري بیخبنا له امله هم اغیزمن شوي دي. د مثال په توګه سړکونه، پلونه او بریښنا نشته. څنګه چې دا سیمه کافی ښوونځي نلري، نو د زده کړې او روزنې فرصتونه هم محدود دي.

موخه

نوي او ترمیم شوي ټولنیز - اقتصادي بیخبناوې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ژوند شرایط ښه کړي دي. دلته فعال ښوونځي، د ټولنې مرکزونه او مارکیټونه، او همدارنګه د تیریدو وړ سړکونه او پلونه شتون لري.

په دې ولسوالیو کې د خلکو استازي پراختیايي پروژې پلان کوي او د پلي کیدو پرمهال یې ملاتړ کوي. دوی یو بل سره ډیر له نږدې نه همکاري کوي، د دولتي نهادونو سره په ډیره اغیزمنه توګه کار کوي او د نوي بیخبنایی کړنو او د څارنې او ساتنې دنده په غاړه اخلي. دا د ژوند د شرایطو په ښه کولو کې مرسته کوي، کوم چې په هیواد کې د ثبات لپاره مهم شرط دی. هغه سمونتیاوې چې په ګړندي ډول احساس کیږي، د امکان په صورت کې تعقیب کیږي.

اقدامونه او پایلې

 د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت د افغانستان د حکومت څخه د هیواد په شمالي ولسوالیو کې د وضعې د سمون ورکولو په لاره کې مرسته کوي. دې موخې ته د رسیدلو لپاره، د افغانستان په شمال کې د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA) د ملي پیوستون د بریالي پروګرام پر بنسټ چې د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت له خوا پیل شوې وه، پرمخ بوول کیږي. دې پروګرام په وروستیو کلونو کې عامه خدمتونه پراخه کړل او د هیواد په شمالي سیمو کې یې اداري جوړښتونه منځته راوړل. اوس د دې پروګرام تمرکز په ولسوالیو کې د لاښو بیخبناوو برابرولو ته اړول شوی دئ.

د بیخبناوو پراخول

د پروګرام ټیم د هیواد د شمال په ۵۲ ولسوالیو کې د ټولنو سره د بیخبناوو په پراخولو کې مرسته کوي. بیخبنایي پروژې د سیمې د اوسیدونکو، د ښاروالۍ د نهادونو او د ولسوالیو د اداري شوراګانو د استازو په سلامشوره ټاکل کیږي. د دې کار یوه مثبته اغیزه داده چې د بیلابیلو سیمو استازي یو له بله سره آشنا کیږي. دا اغلباً د لااغیزمنې شبکې جوړونې او د پروژو د بریالی همغږۍ په لاره کې لومړۍ ګام ګڼل کیږي.

ولسوالۍ د کوچنیو بیخبنایي پروژو دپاره مرستې په لاس راوړي. د پروژو د ټاکنې د لړې په محدوده کې، د ولسوالیو پراختیایي شوراګانې د خپلو ولسوالیو دپاره د پراختیا لومړیتوبونه ټاکي. وروسته بیا پروژې د سیمه ایزې پراختیا د شته پلانونو پر بنسټ ټاکل کیږي.

تر اوسه پورې د ۲۸۰ څخه زیات ښوونځي او ۴۰ سړکونه او پلونه جوړشوي، نوي شوي یا پراخه شوي دي. ښوونځیو ته د اړتیا وړ تجهیزات ورکړل شوي دي. اوس ښوونکي کولای شي په لاښه توګه د په زړه پورو تدریسي اسلوبونو څخه ګټه پورته کړي. په نویو ښوونځیو کې، کوچنیان کولای شي په مناسبو شرایطو کې زده کړه وکړي، په داسې حال کې چې نوي سړکونه د کارځایونو، بازارونو یا دولتي دفترونه ته تګ ډیر آسانه کوي.

ودانیزې پروژې د سیمې اوسیدونکو ته د کارونو د منځته راوړلو او په پایله کې د عوایدو د فرصتونو د پیداکیدو سبب کیږي. هره پروژه د همکارو سازمانونو، ودانیزو شرکتونو، د ولسیوالیو د پراختیایي شوراګانو او د څارنیزو کارپوهانو له خوا تر کنترول او څارنې لاندې نیول کیږي. دا کار د پروژو کیفیت او د ښکېلو لوریو تر منځ د پوهې لیږدول تضمینوي.

د ولسوالیو د شوراګانو روزنه

د ۵۲ ولسوالي ادارو د پراختیایی شوراګانو غړو روزنه اوس ترلاسه کړې ده، چې د هغوی مسلکي مهارتونو او اغیزمن اقدام کولو وړتیا ته وده ورکوي. د شورا غړي د پروژې د ټاکنې او څارنې په اړه روزنه مومي، چې دوی ته دا وړتیا ورکوي چې هغه بیخبنایي پروژې چې د ځایی خلکو لپاره خورا ارزښتناکه وي په ډیره ښه توګه وارزوي. د روزنې په پایله کې هغه پروسې چې د پروژې په پلۍ کولو کې کارول کیږي خورا مؤثرې او اغیزمنې شوي دي. د ولسوالۍ د پراختیایي شورا غړي د شخړو د حل، د ښځو لپاره فرصتونو ته د ودې ورکولو او د ټولنې د سرچینو په اداره کولو کې هم روزنه ترلاسه کوي. تر دې دمه، د ولسوالۍ د پراختیایی شوراګانو شاوخوا ۱۹٬۰۰۰غړو چې شاوخوا ۴٬۴۰۰ تنه یې ښځې دي په دې روزنه کې برخه اخیستې ده.

د کړنو د اغیزمنتیا څیړنه

د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو ترمینځ، روانه علمي څیړنه ارزوي چې ایا د ثبات جوړونې پروګرام په سیمه کې سمونتیاوې منځته  راوړي دي او که داسې وي، نو تر کومه حده پورې. دغې څیړنې د دې حقیقت مثبته یادونه وکړه چې د ولسوالۍ پراختیایی شوراګانو استازي هم د پروژو په ټاکلو او هم د هغو په پلي کولو کې ښکېل دي. دا کار روڼتیا منځته راوړي او ډاډ ورکوي چې نوې بیخبنایی پروژې به واقعي اړتیاوو ته ځواب ووایی.

په ۲۰۱۸ کال کې، وروستۍ څیړنه دې پایلې ته ورسیده چې د پروژې اقدامونه په لیرې پرتو سیمو کې د دولت شتون او لید پیاوړي کوي او د څلورو ولایاتو پر ثبات باندې مثبته اغیزه لري.

په یو نظر کي

پروګرام:
د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
په افغانستان کې د آغاخان بنسټ
پلی کونکي اداره:
د المان د KfW پراختیایي بانک، په افغانستان کې د آغاخان بنسټ، د تخنیکو همکارۍ او پراختیا اداره (ACTED)، مرسي کور
ولایتونه:
بدخشان, غلان, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
د ټولنیزو-اقتصادي بیخبناوو د سمون ورکولو او د ولسوالیو پراختیایي شوراګانو ته د اغیزمنو او غوره کړنو د توان ورکولو له لارې په سیمه کې د ثبات منځته راوړل
ټوله موده:
غویي ۱۳۸۹ – مرغومې ۱۳۹۸