د افغان وګړو لپاره د روغتیایي پاملرنو وړاندې کولو ته وده ورکول

که څه هم په افغانستان کې ژوند ته هیله لوړه شوې ده، خو د زېږون پرمهال د مور د مړینې کچه اوس هم لوړه ده. د نړیوال بانک د شمېرو له مخې ، په هرو ۱۰۰۰۰۰ ژوندیو زېږونونو کې ۳۹۶ مړینې شتون لري. د نوي زېږېدلي ماشوم او کوچني د مړینې کچې هم په نړۍ کې تر ټولو لوړه ده.

وضعیت

په ۱۰۰۰ زېږونونو کې هر څوارلسم ماشوم به له پنځمې کلیزې ور هاخوا ژوندی پاتې نه شي. د یونیسف په وینا، نږدې ۶۰۰۰۰۰ له پنځه کلنۍ کم ماشومان په خطرناکه توګه خوار ځواکي دي. له کابل څخه په دباندې سیمو کې په ځانګړي ډول د روغتیا پاملرنو وړاندې کول په کافي اندازه نه دي. اکثره روغتیايي مرکزونه زاړه او په سمه توګه تجهیز شوي نه دي.

موخه

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې اوسېدونکي غوره روغتیایي پاملرنه ترلاسه کوي. په ځانګړي ډول د امیدوارو مېرمنو، میندو او ماشومانو ته په روغتیايي پاملرنه کې پرمختګ ترسره کېږي. د ګډونوالو روغتونونو ظرفیتونه لوړېږي. د کلینکونو تجهیزات او مدیریت او همدارنګه د کارکوونکو وړتیا او استعداد ته وده ورکړل شوې ده. له لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو (Telemedicine) له لارې د درملو د تجویز سیسټم، لرې پرتو سیمو ته د طبي ماهرینو د راوستلو لپاره کارول کېږي. د لومړنیو روغتیایي پاملرنو وړاندې کولو ته وده او پراختیا ورکول د افغانستان د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو د ژوندانه شرایطو ته وده ورکوي. دا په هېواد کې د ثبات لپاره یو لازم شرط دی. هغه ودې او پرمختګونه چې په چټکۍ سره احساس کېږي، که امکان ولري، تعقیبېږي.

اقدامات او پایلې

له ۲۰۰۶ زېږدیز کال راهیسې، د KfW پراختیایي بانک د افغانستان په شمال کې د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت په استازیتوب د روغتیایي ودانیو او مرکزونو له بیارغونې، نوي کولو او جوړولو څخه ملاتړ کوي. په سیمه کې طبي پاملرنې ته د روغتونو په بیارغولو او د دوی د ظرفیتونو په لوړولو او همدارنګه له لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو په وړاندې کولو سره لا زیاته وده ورکول کېږي.

د بلخ او ګاونډیو شمالي ولایتونو لپاره یو سیمه ییز روغتون

وروسته له هغې چې اور یوه پخوانۍ ودانۍ له منځه یوړه، په مزار شریف کې سیمه ییز روغتون د آلمان په مرسته بیا ورغول شو او په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې پرانیسل شو. د بلخ سیمه ییز روغتون په سیمه کې د روغتیایي خدمتونو  په وړاندې کولو کې یو مهم رول لري: دا د مزار شریف نږدې ۴۳۰۰۰۰ اوسېدونکو لپاره یو سیمه ییز روغتون دی او په شاوخوا سیمه کې تر شپږو میلیونو اوسېدونکو خلکو لپاره د راجع کېدونکي روغتون په توګه خدمت وړاندې کوي. سربېره پردې، دا د خپل نرسنګ او قابله ګۍ ښوونځي په درلودلو سره یو تدریسي روغتون هم دی او د نویو روغتیایي خدمتونو د مسلکي اشخاصو او د نرسنګ کارکوونکو په روزنه کې مهم رول لوبوي.

په مزار شریف کې د مور او ماشوم روغتیایي مرکز پراختیا

په دې وروستیو کې، پراختیایي هڅو د بلخ په سیمه ییز روغتون کې د زېږون او د ماشومانو د مناسبو روغتیایي خدمتونو په رامنځته کولو باندې تمرکز کړی دی. د مور او ماشوم روغتیایي مرکز په ناهیلي ډول خورا بیروبار دلود چې هر کال د ۱۵۰۰۰ زېږونونو لپاره یوازې ۹۰ بسترونه لري. څلور ناروغان باید اکثره وخت یوازې یو بستر سره شریک کړي. د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د می میاشتې راهیسې، د مور او ماشوم یو نوی روغتیایي مرکز  د بلخ سیمه ییز روغتون له امله د مزار شریف خلکو ته جوړ کړل شو. نوموړی مرکز ۳۶۰ بستریز مرکز دی چې ۱۸۰ بستره یې د نسایي ولادي او زېږون څانګې او ۱۸۰ بستره یې د ماشومانو د پاملرنې څانګې ته ځانګړي شوي دي. د نوې ودانۍ سربېره، د طبي او غیر طبي تجهیزاتو تدارکات د اقداماتو یوه مهمه برخه ده.

په فیض آباد کې د ولایتي روغتون ترمیم

د فیض آباد ولایتي روغتون د هېواد په لرې شمال ختیځه برخه کې په بدخشان ولایت کې یوازینی راجع کېدونکی روغتون دی. نږدې یو میلیون خلک نوموړی روغتون د خپل سیمه ییز روغتیایي مرکز په توګه کاروي. د KfW پراختیایي بانک د روغتون د ودانۍ او د دې د تخنیکي اسانتیاوو له خورا اړینې پراختیا څخه ملاتړ کوي. د مور او ماشوم یو نوی روغتیایي مرکز رامنځته شوی او له لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرکز هم تأسیس شوی دی. نوموړي اقدامات د آغا خان د پراختیایي شبکې چې د افغان دولت په استازیتوب له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راهیسې نوموړی روغتون اداره کوي، په همکارۍ تطبیق شوي دي. د روغتون ترمیم د سیمې لپاره په کافي اندازه ټولنیز-سیاسي اهمیت لري او په بدخشان کې د آلمان د بوختیا لپاره یو مهمه پروژه ده.

د ناروغ ظرفیت دوه چنده کول

نوموړي روغتون د تشخیص او درملنې یو نوی مرکز لري او دا مرکز د ۷۶ اضافي بسترونو او اړینو طبي او غیر طبي تجهیراتو په درلودلو سره د بستر شوو ناروغانو لپاره یو نوی تعمیر دی. نوموړي تعمیر ټولټال نږدې ۱۴۰ بسترونو ته د روغتون ظرفیت لوړ کړی دی.

د ناروغانو لوړ رضایت

د طبي خدمتونو په اړه د سروی ګانو او د ناروغانو په اړه د میاشتنیو سروی ګانو معلومات د اقداماتو یوه برخه ده ترڅو روغتیایي پاملرنې ته وده ورکړي چې پایلې یې مثبتې دي: د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د لومړنیو شپږو میاشتو په پای کې نږدې ۹۵ سلنه ناروغانو وویل چې دوی د روغتون له لورې ورته له وړاندې شوو خدمتونو څخه راضي او خوښ دي.

د پروژې په موده کې د ولایتي روغتون لخوا وړاندې شوي خدمتونو ته ودې دوام درلود. په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې، دوی نږدې په ټولو کټګوریو کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا ټاکل شویو کلني اهدافو ته رسېدلي دي.

له لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو سیسټم (Telemedicine) د خدمتونو په چمتووالي کې خالیګاوې بندوي

په دې وروستیو کلونو کې د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت په استازیتوب، د افغانستان په شمالي ولایتونو بدخشان، بلخ، کندز او تخار کې ټولټال لس روغتونونه او روغتیایي مرکزونه جوړ او رغول شوي دي. په ټولیز ډول د روغتیایي پاملرنې په خدمتونو کې د پام وړ پرمختګ سره سره، له ښاري مرکزونو څخه دباندې اوسېدونکو لپاره طبي خدمتونو ته لاسرسی لا هم ستونزمن دی. د سیمې درې برخې نفوس – په ځانګړي ډول مېرمنې – روغتیايي خدمتونو ته ډېر لږ لاسرسی لري.

د لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو سیسټم (Telemedicine) د دغه بدلون په معنی دی. د افغانستان په شمال کې د لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو شبکه د آلمان په ملاتړ رامنځته کېږي. نوموړې شبکه به د بدخشان، بلخ، کندز او تخار ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د ودې په ورکړه کې مرسته وکړي. د نوموړې شبکې د لومړیتوب د عمده ساحو څخه یوه یې مېندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول دي.

د لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو شبکې څخه د ملاتړ په موخه نږدې ۴۰ روغتیایي مرکزونه او څلور ولایتي روغتونه د سیمه ییزو مرکزونو په توګه رامنځته یا پراخېږي. اړین تخنیکي تجهیزات او عصري تشخیصیه وسایل به ورته برابر کړل شي او طبي کارکوونکي به اړوند روزنیز پروګرامونه ترلاسه کړي. د بدخشان ولایت لپاره د لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرکز درلودونکی د مور او ماشوم نوی روغتیایي مرکز د فیض آباد په روغتون کې رامنځته کېږي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د مور او ماشوم روغتیايي مرکز په مزار شریف کې؛ په فیض آباد کې روغتون پر معیار برابرول، د افغانستان په شمال کې له لرې واټن څخه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول (Telemedicine)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت (MoPH)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, کندز, خار
د پروګرام موخه:
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې وګړو ته – په ځانګړي ډول مېرمنو، مېندو او ماشومانو ته – د روغتیایي پاملرنو چمتووالي ته وده ورکول
ټوله موده:
مزار شریف: مرغومې ۱۳۹۳ – غویي ۱۳۹۹؛ فیض آباد: لړم ۱۳۸۸- چنګاښ ۱۳۹۷؛ ټلیمیډیسین: وری ۱۳۹۹– وری ۱۴۰۲