د ثبات جوړونې په موخه ودانیز کارونه

په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پای نه راهیسې د افغانستان په شمال کې په ملکي بیارغونه کې څرګنده پرمختګ ترلاسه شوی دئ. د زده کړې، اوبو ته د لاسرسۍ او د روغتیاې څارنې په ډګرونو کې بنسټیز او د چټکې اړتیا وړ خدمتونه منځته راغلي دي. خو بیا هم، دولتي نهادونه تر اوسه هم په سختۍ سره خلکو ته د بنسټیزو خدمتونو او عامه مراقبت د برابرولو توان لري.

وضعیت

په زیات شمیر دولتي سکتورونو کې بنسټیزه بیخبنا لکه ښوونځۍ، د محاکمو ودانۍ، پارکونه او د لوبو ډګرونه تر اوسه شتون نلري. بیخبنایي ستونځې د دولت توان تر زیاته حده پورې محدودوي. ډیر خلک روزنیزو، حقوقي او ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسۍ نلري. دغه کار د حکومت مشروعیت او په هیواد کې سیاسي ثبات د خطر سره مخامخ کوي.

موخه

د افغانستان په شمال کې عامه بیخبناوې د نویو ودانیو په جوړولو سره چې په شدیده توګه ورته اړتیا لیدل کیږي او همداراز د ټرانسپورټي سړکونو په ودانولو او د شته سړکونو په بیارغولو سره سمون مومي. په دې توګه، دولتي سکتور ددې توان پیداکوي چې خلکو ته بنسټیز عامه خدمتونه برابر کړي. سیاسی ثبات د مشروع دولتي جوړښتونو په غښتلي کولو سره پیاوړۍ کیږي. هغه پرمختګونه چې ګړندي احساس کیږي، که امکان ولري، نو تعقیب کیږي.

اقدامونه او پایلې

د افغانستان په شمال کې د ثبات جوړونې پروګرام د ۲۰۱۰ کال راهیسې د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په دستور د افغانستان په شمال کې د بیخبنایي ودانیزو پروژو څخه ملاتړ کوي. دا پروګرام په ټاکل شویو دولتي سکتورونو کې د چټکې اړتیا وړ تخنیکي بیخبناوې منځته راوړي. دا کار ښه حکومتولي او اداره ممکنوي او په هیواد کې ثبات او پایښت ته وده ورکوي.

د ژوند د شرایطو سمونتیا

تر اوسه پورې څلورویشت ځانګړي اقدامونه او په کوچنۍ کچه څو اقدامونه ترسره شوي دي. ښوونځۍ ودانې شوې او ترمیم شوې دي او د محاکمو ودانۍ، لارې، سپورټي میدانونه او روغتیایي مرکزونه تاسیس شوي دي. همدارنګه، د بزکشي په نامه د آس زغلونې سپورټ چې د کلتور له پلوه ډیر ارزښت لري، هم منځته راغلی دئ. دا کارونه د افغانستان په شمال کې په لیري کلیوالي سیمو کې د خلکو د ژوند شرایطو ته هم سمونتیا وربښي. په ټولیز ډول، شاوخوا شپږ میلیونه وګړي د سمنگان ، بلخ ، کندز ، جوزجان ، بغلان ، تخار او بدخشان په ولایاتو کې د ودانیزو اقدامونو څخه ګټه پورته کړې ده.

ښځو او نجونو ته وده ورکول

یو شمیر ځانګړي ودانیزو اقدامونه په تیره بیا د ښځو او نجونو څخه ملاتړ کوي. د یوې بیلګې په ډول، د بلخ ولایت د حیرتان په سیمه کې د نجونو د منځني ښوونځۍ پراخول دي. د دې ښوونځۍ شته ځای د یو پوړیزې ودانۍ په جوړولو سره چې د زده کړې اته ټولګي لري او همداراز د یوه وړکتون، جانبي خونې او د احاطې د یوه دیوال په ودانولو سره پراخه شو. همدارانګه سپورټي ځایونه هم ودان شول او د لوبې یو ډګر هم بیاورغول شو. اوس دغه ښوونځۍ شاوخوا ۱۶۰۰ تنو نجونو ته یوه محفوظه فضا برابروي چې هغوی کولای شي هلته زده کړه وکړي. په ښوونځۍ کې د ښوونې او روزنې په ترلاسه کولو سره نجونې د دې فرصت پیداکوي چې خپل د ژوند لاره پخپله وټاکي.

د کیفیت تـأمینول

ټولې ودانیزې پروژې په محل کې مناقصې ته ایښودل کیږي او د یوه تړون له لارې افغاني شرکتونو ته ورکول کیږي. د هرډول تخنیکي نقص د جبران په موخه، نړیوال مهندسان او انجینران شتون لري چې د ودانولو د مدیریت او تخنیکي کیفیت د تامین له لارې د پروژو څخه ملاتړ کوي. د ودانیزو پړاو په بهیر کې افغاني کارپوهان د ودانولو په ځایونو کې روزنه مومي.

د خلکو په منځ کې د اقدامونو منل

د ځائیزو شریکو ادارو سره همغږي دا تضمینوي چې بیخبنایي اقدامونه د واقعي اړتیاوو سره نږدې سمون ولري او د خلکو په چوپړ کې وي. د ودانیزو اقدامونو په اړه پریکړه په ولایتي پراختیایي شوراګانو کې کیږي یا د ځائیز حکومت د ادارې په سلامشورې سره ارزول کیږي. دا کار د پروژو پایښتونکۍ تائید تضمینوي او دا تامینوي چې په راتلونکي کې دغه ډول پروژې کیدای شي پخپله د افغاني شریکانو له خوا اداره شي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د افغانستان په شمال کې د ثبات جوړونې پروګرام
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د افغانستان په شمال کې ولایتی او ولسوالۍ حکومتونه
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, جوزجان, کندز, سمنگان, تخار
د پروګرام موخه:
د دولتي سکتور د ثبات جوړونې په موخه د افغانستان په شمال کې عامه بیخبنا ته سمون ورکول
ټوله موده:
غویي ۱۳۸۹ – لیندۍ ۱۴۰۰