د سرحدي سیمو ترمنځ پراختیا او همکاري

په ځانګړي ډول د غالبو طبیعي شرایطو په دلیل سره د افغانستان، پاکستان اوتاجکستان په سرحدي سیمو کې ژوند له ننګونو سره مخ دی. د افغانستان په شمال ختیځه سیمه کې چې له تاجکستان او پاکستان سره ګډې پولې لري، غرونه، طبیعي یخچالونه او ژورې درې شتون لري. هغه خلک چې په سویل کې له پاکستان سره د پولې په اوږدو کې ژوند کوي، د بیدیاوو او دښتو د سختو شرایطو سره لاس او ګریوان دي. د هوا حرارت ډېر نوساني دی، په غورونو کې ډېر سوړ ژمي او په بیدیاوو او دښتو کې سوځنده دوبی لري.

وضعیت

په سرحدي سیمه کې خلک په ګډه جشنونه لمانځي او په ځانګړو مراسمو کې سره یوځای کېږي. خو په سرحدي سیمه کې اوسنۍ بېخبنا ضعیفه ده، کوم چې ټولنیزې اړیکې خورا ستونزمنوي. دلته یو څو سړکونه لیدل کېږي، مکرر سیلابونه او د مځکې ښوئیدنې وضعیت نور هم پیچلی کوي.  

د سرحدي سیمو اوسېدونکي ګوښه شوي او ناخوندي ژوند لري. د دوی کښتونه اکثره خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو لپاره بسنه نه کوي. دلته په عملي توګه له کرنې پرته نورې د دندې کابو هیڅ فرصتونه شتون نه لري، په دې معنی چې خلک نږدې هیڅ فرصت نه لري ترڅو په بل هر سکتور کې د ژوند کولو لپاره عاید ترلاسه کړي. بازارونو او ټولنیزو خدمتونو ته د دوی لاسرسی محدود دی. په پایله کې په دغو سرحدي سیمو کې لږه یا هیڅ پراختیا نه لیدل کېږي.

موخه

د ټولنیز-اقتصادي بېخبنا د رامنځته کولو او پراخولو لپاره د سرحدونو ترمنځ یو لړ پراخه اقدامات رامنځته شوي دي. د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ په لیرې پرتو سرحدي سیمو کې اوسیدونکي له ټولنیزې او اقتصادي پراختیا څخه ګټه پورته کوي. همدارنګه پرمختللې بېخبناوې په اوږدمهال کې دغه سیمې لاپسې باثباته کوي. د اقتصادي اړخونو ټینګښت د خلکو لپاره د غوره راتلونکي چانس پرانیزي، چې په سرحدي سیمو کې د سوله ییزې پراختیا په وده کې مرسته کوي. هغه پرمختګونه چې په بیړه پرمخ ځي، که امکان ولري، تعقیبیېږي.

اقدامونه او پایلې

د پاټریپ بنسټ په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د KfW پراختیایي بانک لخوا د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب تأسیس شو چې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هېوادونو پاکستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله د ادغام او یووالي او همکارۍ څخه پر ملاتړ تمرکز کوي.

د یوې خپلواکې ادارې په توګه د دې په ظرفیت کې، د پاټریپ بنسټ د پاکستان – افغانستان – تاجکستان په سرحدي سیمو کې تر ډېره بریده د اغېزمنې او مؤثره پراختیا رامنځته کولو لپاره لارې په ګوته کوي. له نړیوالو او ملي غیر دولتي سازمانونو او همدارنګه سیمه ایزو او ملي حکومتي ادارو سره د همکارۍ له لارې دا بنسټ د پولو په دواړو خواوو کې مشارکتونه او هوکړې رامنځته کوي. د سیمه ییزو ودانیزو اقداماتو د اوږدمهالې اغېزمنتیا د تأمین لپاره نوموړی بنسټ د پلان جوړونې او تطبیق په برخه کې د سیمې اوسېدونکو ته ونډه ورکوي.

د ۲۰۱۶ زېږدیز کال له وروستیو راهیسې، د پاټریپ بنسټ د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په هرات ولایت کې چې له ایران سره ګډه پوله لري، پروژې هم تمویلوي.

د پراختیا او یووالي لپاره پرمختللې بېخبناوې

اوسمهال د پاټریپ بنسټ د پاکستان – افغانستان – تاجکستان په سرحدي سیمو کې له ۱۱۵ څخه د زیاتو پروژو ملاتړ کوي. په بېلابېلو ډګرونو کې ۶۵ بېخبنایي پروژې په بریالیتوب سره دمخه بشپړې شوې دي. دا پروژې نه یوازې په سیمه کې د خلکو د ژوند کیفیت ته وده ورکوي، بلکه همدارنګه د پولې د دواړو خواوو ترمنځ همکارۍ او اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي.

د سیمه ییزو بازارونو رامنځته کول

یوه پراختیایي پروژه چې په سیمه کې په پراخه کچه اغېزمنه ده، د پولې په دواړوو خواوو کې د ونج بازار دی. دا بازار د افغانستان په بدخشان ولایت او د تاجکستان په ګورنو بدخشان ولایت کې موقعیت لري. نوموړی بازار د اوسېدونکو او سوداګرو ترمنځ ډېر شهرت لري. په نوموړې سیمه کې اوسمهال یوه آزاده ساحه جوړېږي ترڅو د لا زیات خرڅلاو لپاره ځای ورته برابر شي. سربېره پردې، په راتلونکي کې به دغه بازار ته د برېښنا د تولید لپاره د یو لمریز سیسټم څخه انرژي هم برابره شي ترڅو سوداګر وکولای شي د سهار په لومړیو ساعتونو کې او له لمر پرېوتو وروسته هم خپل کاروبار ته دوام ورکړي. دا برېښنا به د دې امکان هم رامنځته کړي ترڅو خپل محصولات یخ وساتئ او د ساتنې وخت یې زیات کړئ او هم به دوی وتوانېږي چې د خپلو اجناسو لړئ پراخه کړئ او نوي او خرابېدونکي تولیدات زیات کړئ.

روغتیا ته وده ورکول

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې اوسمهال پنځه روغتیایي مرکزونه د جوړېدو په حال کې دي چې د پولې دواړو خواوو کلیو ته به مناسبې روغتیا ته لاسرسی برابر کړي. د عصري ټکنالوژۍ پر مټ به طبي کارکوونکو ته حتی له لرې واټنونو څخه پرمختللي روزنیز پروګرامونه وړاندې شي. کله چې ډاکټران له ستونزمو روغتیایي مواردو یا د رنځونو غیر عادي نښو سره مخ کېږي، نو دوی به وکولای شي په نورو روغتیايي مرکزونو کې له خپلو همکارانو سره پرې سلا او مشورې وکړي.

د کرنیزو ځمکو پراخول

نوموړی بنسټ همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د بېلګې په توګه د افغانستان په پکتیا ولایت کې د اوبو لګولو سیسټمونو له ودانولو څخه ملاتړ کوي. اوسمهال پنځه پرانیستي کانالونه د جوړېدو په حال کې دي چې ۶۳۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به خروبه کړي او نږدې ۱۴۰۰۰ تنو اوسېدونکي به وکولای شي چې خپلې ځمکې وکري او عاید لاسته راوړي. ځایي بزګرو ته د عصري اوبو لګونې او کرنیزو میتودونو د کارولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي ترڅو دوی زده کړي چې څنګه د اوبو لګونې له نوي سیسټم څخه د اوبو د اقتصادي بلکه اغېزمنې ګټه اخیستنې پرمهال د خپلو محصولاتو کچه لوړه کړي.

 

په یو نظر کي

پروګرام:
د پاکستان – افغانستان – تاجکستان سیمه ییز ادغام پروګرام (پاټریپ بڼسټ)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو فدرال وزارت او د ناروی او لوکزامبورک د بهرنیو چارو وزارتونه او همدارنگه د PATRIP بڼسټ د شریک سازمان په توګه اروپایي اتحادیه
شریک:
د آغا خان بنسټ, د سویس د ماین پاکولو بنسټ (FSD), ختیځ ماموریت (Mission East), د بشري مرستو د پراختیا سازمان (ORD), د ناروی سور صلیب (NRC), نړیوال سور صلیب (IRC), نړیوال لرلید (World Vision) او نور غیر دولتي سازمانونه
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, هرات, خوست, ننګرهار, پکتیا, تخار
د پروګرام موخه:
د ثبات، ادغام او همکارۍ د ټینګولو په موخه د تاجکستان-افغانستان- پاکستان په سرحدي سیمو کې د ټولنیز-اقتصادي بېخبنا جوړول
ټوله موده:
لړم ۱۳۸۹ – لیندۍ ۱۴۰۲