د پراختیایي پروژو کیفیت او روڼتیا

له ۲۰۰۹ زېږدیز کال را پدېخوا، فدرالي حکومت له افغانستان سره د آلمان په همکارۍ کې له ۳.۸ بیلیونه یورو څخه زیاته پانګونه کړې ده. دا مدني ښکېلتیا په دواړو هېوادونو کې له جدي عامه مناظرې سره مل ده. دا پوښتنه اکثره راپورته کېږي چې آیا مالي مرستې په بریالیتوب سره کارول کېږي او متوقع موخې ترلاسه کېږي.

وضعیت

د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پایلې په افغانستان او آلمان کې اکثره خلکو او پرېکړه نیوونکو ته په سمه توګه نه دي ور پېژندل شوي.

اغېزمن پراختیایي کار د معلوماتو قوي بنسټ او همدارنګه د وګړو ملاتړ ته اړتیا لري. د دې موخې ترلاسه کولو لپاره، د پراختیایي پالیسۍ د اقداماتو د پایلو په اړه پایلې باید په دوامداره توګه راټولې او پروسس شي. په شفافه توګه د راپور ورکولو لپاره، خلک باید د پایلو او لاسته راوړنو څخه هم خبر شي. همدا خبره د هغو ملي پراختیایي پروژو په اړه سمه ده چې د افغان شریکانو لخوا پرمخ وړل کېږي. تر دې دمه، د افغانستان د اقتصادي چارو وزارت د معتبرو معلوماتو په اساس د خپلو پراختیایي پروژو په اړه کافي راپور نه دی ورکړی. د څارنې، ارزونې او معلوماتو د تحلیل په برخه کې اوس هم د سکتور او میتودولوژۍ د تخصص لپاره ستره اړتیا لیدل کېږي.

موخه

د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پایلې او اقدامات ثبت او پروسس شوي دي. په افغانستان او آلمان کې افغان وګړي او سیاسي خپروونکي او پریکړه کوونکي د سالمو او جنډر مشخصو معلوماتو پر اساس خبرېږي. د افغانستان اقتصاد وزارت کولای شي چې په خپلواکه توګه د څارنې او ارزونې سیسټم له لارې د ملي پراختیایي پروژې مستند کړي، ویې اروزې او په اړه یې راپور ورکړي.

اقدامات او پایلې

د پروژې کار د فعالیت په دریو برخو باندې تمرکز کوي:

د پایلو اندازه کول

د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ اقدامات او پایلې په یو ډیټابیس کې ثبتېږي. د افغانستان لپاره د آلمان د پراختیا تعقیبوونکي سیسټم (DevTracker) له ۲۰۰۹ زېږدیز کال راپدېخوا د ۷۲۰ پروژو او له ۲۳۰۰۰ څخه زیات معلوماتو په اړه ډاټا راټوله کړې ده.  دا ثبتونې له ۵۰ څخه په زیاتو کټګوریو لکه زېربنا، مالي خدمتونو او روزنیز پروګرام باندې وېشل شوې دي. دا د عامه وګړو د خبرولو، د پایلو د اندازه کولو او د انفرادي پروژو د ارزولو او په ټوله کې د افغانستان پر وړاندې د آلمان د پراختیا همکارۍ د ژمنې په برخه کې ارزښتناکې مرستې دي.

شفاف راپور ورکونه

د DevTracker سیسټم ډاټا په آلمان او افغانستان کې عامه وګړو او پالیسۍ جوړوونکو ته جامع، شفاف او د تایید وړ راپور وړاندې کوي. په افغانستان کې د عامه اړیکو کار له موخو څخه یوه له رسنیو او مدني ټولنې څخه هغو سیاسي پیاوړي کوونکو ته رسېدل دي چې د افغانستان سره د آلمان همکارۍ د بریالیتوبونو او اندېښنو په اړه افغان وګړي خبرولای شي. یو زرو او څلور سوه افغان ژورنالیستانو له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې په مطبوعاتي غونډو کې ګډون کړی دی.

د همکارۍ اقدامات او پایلې په مستقیم ډول لېوالو خلکو ته د لاسرسي رامنځته کولو لپاره، ډېرې پروژې د germancooperation-afghanistan.de په وېبپاڼه کې وړاندې کېږي. دا وېبپاڼه په دري، پښتو، انګلیسي او آلماني ژبو کې شتون لري او په منظم ډول نوی کېږي. د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ وروستۍ پایلې همدارنګه د فیسبوک چینل ”German Cooperation with Afghanistan” له لارې هم خپرېږي.

په اقتصاد وزارت کې مهارتونو ته وده ورکول

دا پروژه د څارنې، ارزونې، د ډاټا تحلیل او سافټویر د کارونې په برخه کې د مسلکي روزنیز پروګرام په ترسره کولو کې د اقتصاد له وزارت څخه ملاتړ کوي. د وزارت کارکوونکي په دې اړه زده کړه کوي چې په راتلونکي کې د نړیوالو ماهرینو په ملاتړ د تکیه کولو پرته څرنګه د پروژې اړونده ډاټا راټوله کړي او ویې ارزوي. یو تمرکز یې د پایلو پر بنسټ څارنه (RBM) ده، کومه چې د نړیوال بانک د عمومي نمونو پر بنسټ ده. د پایلو پر بنسټ څارنه (RBM) د پالیسۍ د پروژو په پرمختیا کې د پرمختګ د سیستماتیکې او دوامداره څارنې او ثبتونې امکان برابروي.

نږدې ۳۵۰ دولتي کارکوونکو له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې په روزنیز پروګرام کې ګډون کړی دی او دوی اوس کولای شي چې په خپله د څارنې او ارزونې سیسټمونه رامنځته کړي او په ملي او د ولایت په کچه یې وکاروي. د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو لپاره د پایلو پر بنسټ څارنې ډیټابیس معرفي شوی دی. دا ډیټابیس د ملي پراختیایي پروژو د بودیجو، مقعیت او د پرمختګ د تطبیق په اړه معلومات لري. د داسې باوري ډیټابیس رامنځته کول به په ملي او د ولایت په کچه په افغان دولت کې له پرېکړه کوونکو سره مرسته وکړي څو په راتلونکي کې په خورا اغېزمنه توګه پروژې و ارزوي، پلان، اداره او توجیه یې کړي.

د افغانستان په اقتصاد وزارت کې ټول اقدامات پلان شوي څو د همکارې ملګرتیا څخه ملاتړ وکړي. د رهبرۍ په منظمو غونډو کې ګډې پرېکړه نیول کېږي. د رهبرۍ کمېټه د همکارۍ په برخه کې پرېکړه کوي. همدارنګه دا کمېټه د پراختیایي پروژو تطبیق لارښودوي او ورڅخه ملاتړ کوي او پرمختګ یې ارزوي.

دا د افغانستان پر ځان ویسا پیاوړی کوي او د ګډو فعالیتونو د پایلو د پایښت په تضمین کې یوې لېوالتیا ته وده ورکوي.

په یو نظر کي

پروګرام:
څارنه، ارزونه او عمومي اړیکې (MEC)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ)، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
د افغانستان د اقتصاد وزارت (MoEc), د افغانستان د مالیې وزارت (MoF)
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
په ملي کچه
د پروګرام موخه:
د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د پایلو او اقداماتو په اړه د ډاټا راټولول او پروسس کول. عام خلک او پرېکړه نیوونکي په شفاف ډول باخبره ساتل کېږي. د افغانستان د اقتصاد وزارت د څارنې او ارزونې مهارتونو ته وده ورکړل شوې ده
ټوله موده:
غویي ۱۳۹۲ – لیندۍ ۱۴۰۱