د کابل په زړه کې د سولې پارک

جګړې او کورنۍ شخړې په کابل کې زیات شمیر عامه بیخبناوې او ودانۍ له منځه وړي دي. د چهلستون پارک چې د ۱۲ هکتارو په مساحت د ښار په زړه کې پروت دئ او د هغه د نونسمې پیړۍ ماڼۍ یعنې د چهلستون قصر هم له دې امله ډیر زیان موندلی دئ او یوازې یوه ویجاړه ودانۍ ترې پاتې شوې ده.

وضعیت

د مهال په اوږدو کې د شنو سیمو څخه څارنه او ساتنه نه ده شوې. د پراخیدونکي لوی ښار کابو پنځه میلیونه اوسیدونکي یوازې لږ شمیر ځایونه لري چې د ګډو لوبو او تفریحي کړنو دپاره هلته ولاړشي. دا وضعه په تیره بیا د استوګنې په غیررسمي سیمو کې ډیره بده وه – هغه سیمې چې د ښار د ادارې له خوا زغمل کیږي خو ملاتړ ورځنې نه کیږي، دا هغه سیمې دي چې حتي د ژوند تر ټولو لومړني بیخبناوې نه لري. یو له دغو سیمو څخه د چهاردهی ولسوالۍ ده چې د چهلستون د پارک سره ګډه پوله لري.

موخه

د چهلستون په بیارغول شوي پارک کې بڼونه، سپورټي ډګرونه او د کلتوري غونډو دپاره سیمې د کابل ښاري جمعیت ته نوي تفریحي فرصتونه او د ژوند لاښه کیفیت برابروي او د پایښتونکي ښاري پراختیا بنسټ جوړوي. دغه تفریحي فرصتونه چې د دې پارک له خوا برابریږي سوله ایز ګډ ژوند منځته راوړي او د ښار په مرکز کې یو باامنه او غوره چاپیریال جوړوي. نوي شنه ځایونه هم د جمعیت په ډګ ښار کې د هوا او اقلیم پر کیفیت باندې مثبته اغیزه کوي چې په میلیونونو وګړي هلته ژوند کوي. روزنیز کورسونه چې د جنګلک د روزنیز مرکز په ودانیو کې جوړیږي، د اوسیدونکو د کار لرلیدونو ته سمون وربښي. هغه پرمختګونه چې په چټکۍ لیدل کیږي، د امکان په صورت کې پرمخ بیول کیږي.

اقدامونه او پایلې

د اغاخان د کلتوري بنسټ په همکارۍ او د المان د بهرنیو چارو د فدرال وزارت په استازیتوب دا ویجاړ پارک بیارغول شوی او له سره ډیزاین شوی دئ. د دې کار په اوږدو کې، په پارک کې شته ودانۍ لکه د چهلستون ماڼۍ او زوړ میلمستون هم بیارغول شوي دي. دا کار د اوسیدونکو لپاره د تفریح نوي او نږدې فرصتونه برابر کړي دي چې د فراغت د مهال لپاره ډیر فعالیتونه لري. په دې پارک کې کوچني رستورانونه، کیوسکونه، د لوبو ډګرونه او عامه تشنابونه، او همداراز د نندارتون سالونونه، د کنفرانسونو او غونډو تالار، یو تیاتر او یو ادیتوریم جوړ شوي دي. د سیمې اوسیدونکي او د عامه ادارې چارواکي د پروژې په طرح او پلۍ کولو کې شامل شوي وو. له دې نه وړاندې د اوسیدونکو د اړتیاوو د پیژندلو په باب یوه نظرسنجي هم ترسره شوې وه.

دا پروګرام اوس پایته رسیدلۍ دئ او د چهلستون پارک په زړه پورې ځای دئ چې هره میاشت د ۲۵۰۰۰ نه زیات خلک له هغه څخه لیدنه کوي. په تیره بیا، د چاردهي د ګاوندي ولسوالۍ کابو ۳۵۰۰۰۰ اوسیدونکي هم له دغه پارک څخه ګټه پورته کوي. تر ټولو د مخه، ښځې، ماشومان او تنکي ځوانان اوس خپلې استوګنې ته نږدې په آزاده فضا کې د ګرځیدو او لوبو فرصت لري. په دې توګه یو تفریحي ځای جوړ شوی دئ چې خلک کولای شي هلته په سوله کې له یو بل سره وګوري.

د استوګنې د یوې غیررسمي سیمې د اړتیاوو ارزونه

د پارک د بیارغونې ترڅنګ، د چاردهی د ګاونډی ولسوالۍ دپاره د ګاونډیتوب یوه ستراتیژي جوړه شوې ده. لکه د نورو غیررسمي ښارګوټو په شان، د دې ولسوالۍ دپاره هیڅ کوم پراختیایي پروګرام شتون نلري. له دې امله، د لومړي ګام په توګه، یوه ټولنیزه-اقتصادي څیړنه ترسره شوه او شته بیخبناوې لکه سړکونه، جوماتونه او ښوونځي د جغرافیایي معلوماتو په یو سیستم کې ثبت شول تر څو یو بدیل انځور په لاس راشي. د دغې څیړنې پر بنا، د سیمو د اوسیدونکو سره یوځای، وټاکل شول چې کومو بنسټیزو بیخبناوو ته تر ټولو ډیره اړتیا لیدل کیږي، او دا چې دا بیخبناوې څنګه طرحه او پلۍ شي لکه ولسوالۍ ته د ښه لاسرسۍ په موخه د چاردهي د اصلي سړک نوي کول، د روغتیا د یوه سیستم منځته راوړل، د یوه جومات بیارغول او د لارو د څراغونو نصبول.

د روزنې او دندې لرلیدونه

دغه پروګرام اوسمهال د چاردهي د ولسوالۍ د اوسیدونکو د کار د لرلیدونو په سمون ورکولو، په تیره بیا د ښځو دپاره د کار د فرصتونو په ترویجولو بوخت دئ. د ۲۰۱۵ کال راهیسې د ۶۶۰ تنو نه زیاتې ښځې او ۴۶۰ تنه نارینه د ګنډنې، ګلدوزی، قالین وودنې، ترکاڼې او همداراز باغوانۍ او د چاپیریال جوړونې په شپږمیاشتنیو روزنیزو کورسونو کې ګډون کړی دئ. د روزنې په پای کې لومړني تجهیزات لکه د ګڼدنې ماشین توزیع شول تر څو د هغو د شخصي دندې د منځته راوړلو سره مرسته وشي.

په یو نظر کي

پروګرام:
په کابل د چهلستون د پارک بیارغول
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د کلتور دپاره د آغاخان بنسټ
پلی کونکي اداره:
د المان د KfW پراختیایي بانک، د کلتور دپاره د آغاخان بنسټ
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د چهلستون په بیارغول شوي پارک کې د بڼونو او سپورټي ډګرونو په جوړولو او د کلتوري غونډو دپاره د مناسبو ځایونو په برابرولو سره د ګاونډیو سیمو دپاره تفریحي امکاناتو ته سمون ورکول
ټوله موده:
غبرګولی ۱۳۹۳- زمری ۱۳۹۷