د کان ایستنې او اومو موادو کارپوهان

افغانستان د اومو موادو څخه ډک دئ. خو افغان دولت تر اوسه ندئ توانیدلئ چې د دغو منرالي سرچینو څخه د پام وړ عواید په لاس راوړي. د دې خبرې یو دلیل د کانونو په سکتور کې د فني او مجربو کارپوهانو نشتوالۍ دئ.

وضعیت

د افغانستان په پوهنتونونو کې د کانونو او مځکې پیژندنې د څانګو اړونده پوهنځۍ په بسیا توګه عملي موضوعګانو ته پاملرنه نه کوي او فارغ التحصیلان په بسیا توګه د کار بازار ته نه چمتو کوي. د څو لسیزو شخړو په ترڅ کې، افغان پوهنتونونو خپل تخصصي آزموین ځایونه او نړیوالې اړیکې له لاسه ورکړي دي. زاړه کتابتونونه د ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې پرته له بدلون پاتې شوي دي، او زده کوونکي او ښوونکي په یوه کچه وروستۍ پوهې ته لاسرسۍ نلري. برسیره پردې، تدریسي اسلوبونه زاړه شوي دي او د پوهنتونونو د ادارې نړیواله تجربه او مهارت نلري. په داسې وضعیت کې، افغان پوهنتونونه نشي کولای د کاني سرچینو د شرایطو سره سم کارپوهان وروزي. خو د هیواد د ثبات جوړونې د مرستې په لاره کې ډیرو ماهرو کارپوهانو ته سملاسي اړتیا لیدل کیږي.

موخه

د افغانستان مهم پوهنتونونه، په تیره بیا د کابل پولیتخنیک، تر هر څه وړاندې د مځکې پیژندنې او د فوسیلي سوون موادو او فلزاتو په ډګرونو کې، عصری او د بازار د غوښتنې سره سم د زده کړې څانګې لري. همدارنګه د کابل په پوهنتون کې فرعي مضمونونه لکه د کانونو قانون، منجمنت او اقتصاد په څانګو کې زده کړه ورکول کیږي. د کان ایستنې او اړونده فرعي مضمونونو په څانګو کې د لیسانس د درجې تخصصي کورسونه له سره ډیزاین شوي دي، او د کابل پولیتخنیک اوس عصري امکانات په واک کې لري. د پولیتخنیک د پوهنتون ښوونکي او په نورو پوهنتونونو کې ځانګړي ښوونکي په هیواد او بهر کې میتودولوژیکه او عملي روزنه موندلې ده. هغوی کولای شي د نویو او عملي میتودونو څخه کار واخلي. د هیواد په دننه او بهر کې د پوهنتونونو، د کان ایستنې د شرکتونو او دولتي ادارو سره علمي تبادله له سره پیل شوې ده.

په همدې ډول، ګډونکوونکي پوهنتونونه، په سر کې د کابل پولیتخنیک، د کاني سرچینو د شرایطو سره سم د داسې کارپوهانو د روزنې وړتیا لري چې د کار د بازار لپاره اړین چمتووالۍ ولري. دا راز کارپوهان مونږ ته ډاډ راکوي چې افغانستان کولای شي په اوږدمهال کې د کان ایستنې څخه زیات عواید په لاس راوړي او په دې توګه په هیواد کې د پراختیا او ثبات د ملاتړ دپاره لازیاته بودجه په واک کې ولري.

اقدامونه او پایلې

دغې پروژې یو پراخه چلند رامنځته کړی دئ: د زده کړې نوي پروګرامونه، د تدریسی کارکوونکو دپاره د پوهنتون لاښه تسهیلات او د زده کړې شرایط، په ملي او نړیواله کچه د کارزده کولو او د اکادمیکو غړو تبادله په افغانستان کې د کان ایستنې د سکتور د پیاوړتیا سره مرسته کوي. هغه پرمختګونه چې په چټکۍ سره ولیدل شي، د امکان په صورت کې، تعقیبیږي.

د څانګو عصری کول

د کابل د پولیتخنیک په پوهنتون کې، د کان ایستنې د لیسانس پنځه څانګې عصري شوي دي. برسیره پردې، د کانونو اړونده فرعي مضمونونه د هغو زده کوونکو لپاره منځته راغلي دي چې د عامه ادارې، اقتصاد او حقوقو په څانګو کې زده کړه کوي او د هغو په درسي نصابونو کې ادغام شوي دي. له دې امله، په کابل کې دوه لوی پوهنتونونه کولای شي زده کوونکو ته د کان ایستنې په سکتور کې د زده کړې ډیر پراخ امکانات برابرکړي.

د المان د اکادمیکې تبادلو د خدماتو اداره (DAAD) ، Technische Universität Bergakademie Freiberg او Ruhr Universität Bochum (RUB) د نوموړو پوهنتونونو څخه د نړیوالو سټنډرډونو سره د هغو د څانګو د تطابق ورکولو په لاره کې ملاتړ کوي.

لاډیر لوی عملي تمرکز

د پروګرام اصلي اړخ دادئ چې د کان ایستنې په سکتور کې په لوړو زده کړو باندې لاډیر عملي تمرکز وشي. له دې امله د کابل د پولیتخنیک په پوهنتون کې د ښوونکو یو نوۍ آزموین ځای جوړشوی دئ او زده کوونکي کولای شي په نړیوالو علمي سفرونو کې ګډون وکړی او د کار د زده کړې دپاره په افغانستان کې او د هیواد نه بهر خپل نومونه ثبت کړي. تر اوسه پورې ۱۸۰ زده کوونکو د دغه فرصت څخه ګټه پورته کړیده او د بیزنیس او ادارې په ورځني کارونو کې په نیغه پوهه په لاس راوړېده. دغه عملي تجربه د زده کوونکو شغلي لرلید ته سمون وربښي او د کار په پیل کې د هغو څخه ملاتړ کوي.

همدارنګه، د روزنې نور عملي فرصتونه لکه علمي سفرونه او په آزموین ځای کې روزنه د ښوونکو لپاره شتون لري چې د تدریسی کادرونو سره مرسته کوي چې په خپل تدریس کې عملي تمرینونو ته لاډیره پاملرنه وکړي. برسیره پردې، دغه پروګرام ښوونکو ته د دې فرصت ورکوي چې په میتودولوژیکه روزنه کې ګډون وکړي.

نړیواله شبکه جوړونه

دغه پروګام په دې بریالۍ شوی دئ د افغانستان د کانونو پوهنځۍ چې نسبتاً په انزوا کې وې په ملي او نړیواله کچه بیرته په علمي تبادلو کې شاملې کړي. دا پروژه اوس په پام کې لري چې په لومړي ګام کې د افغان پوهنتونو تر منځ سیمه ایزه شبکه جوړونه پراخه کړي. اوسمهال د المان، ایران او چین سره د پوهنتونونو اړیکې ټینګې شوي دي. دا کار د دې لامل ګرځي چې علمي کارکوونکي او زده کوونکي نوې پوهې او د تدریس نویو اسلوبونو ته لاسرسۍ پیداکړي. د نورو هیوادونو د هغو له ډلې څخه د هندوستان سره د اړیکو د ټینګولو په موخه پروګرامونه د جوړیدو په حال کې دي. دا پروګرام په تخصصی غونډو کې د ګډون څخه ملاتړ کوي او د افغان پوهنتونونو اکادمیکو کارکوونکو ته د دې توان ورکوي چې خپلې څیړنې په نورو هیوادونو لکه ایران او قزاقستان کې وړاندې کړي. تر اوسه پورې شاوخوا ۳۶۰ تنه افغان ښوونکي په کنفرانسونو، سمپوزیمونو او څیړنیزو سفرونو کې ګډون کړی دئ. په دې توګه، افغان کارپوهان یو ځل بیا د نړیوالې علمي ټولنې په یوې برخې باندې بدلیږي.

په یو نظر کي

پروګرام:
په افغانستان کې د کان ایستنې اکادمیکې زده کړې (AMEA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بلخ, کابل
د پروګرام موخه:
د افغانستان د کان ایستنې د سکتور پیاوړي کول تر څو دولت وکولای شي په اوږدمهال کې د کان ایستنې د سکتور څخه زیاد عواید په لاس راړوي او د دې توان پیدا کړي چې د هیواد په ثبات جوړونه کې پانګونه وکړي
ټوله موده:
وری ۱۳۹۳ – لیندۍ ۱۳۹۹