د کندز - خلم ملي لویه لار – بېخبنا اقتصادی پیاوړتیا رامنځته کوي

د افغانستان په شمال کې د سړک شبکه په کافي اندازه پرمختللې نه ده. نوموړي سړکونه د ترمیم په بد حالت کې دي. ځینې یې په جګړو سره له ویجاړ شوي دي، خو په ډیرو سړکونو کې یې د مخه حتی جغل او خاورې رابرسېره شوي دي. په ډېرو ساحو کې د ښارګوټو ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون نه لري، په داسې حال کې چې نورې کلیوالې سیمې په عملي بڼه د سړکونو هیڅ اړیکې نه لري.

وضعیت

له کندز څخه خلم ته په مستقیم ډول د ۱۱۲ کیلومتره سفر پر ځای، دغه انحراف دوی مجبوروي چې ۲۳۴ کیلومتره لار ووهي، چې په دې سره د دوی د سفر وخت، د تیلو استهلات، د ټرانسپورټ لګښتونه او د کاربن ډای اکسایډ اخراجات دوه چنده کېږي. د کندز او د مزار شریف د اقتصادي مرکز ترمنځ د اتصال نشتوالی د سیمې لوژیستیکي او اقتصادي پراختیا لپاره یو ستر خنډ دی.

موخه

د کندز او خلم ښار ترمنځ د ورېښمو ۱۱۱.۵ کیلومتره اوږد سړک چې پخوا د جغل لرونکي سړک پرته بل څه نه وو، جوړېږي او قیر کېږي. ملي لار ته وده ورکول اقتصادي پراختیا ته وده ورکوي، له شمالي ولایتونو سره په یوځای وده کې مرسته کوي او همدارنګه د بې وزلۍ د کچې په راکمولو او د سولې په پروسه کې برخه لري. کندز په غوره توګه د مزار شریف له اقتصادي مرکز سره په غوره توګه نښلول کېږي چې نږدې ۱.۷ میلیونه خلکو ته په غوره توګه بازارونو او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی برابروي.

اقدامات او پایلې

د کندز او خلم ترمنځ ملي لویه لار د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب جوړېږي او د افغانستان ټرانسپورټ وزارت ته به وسپارل شي. نوموړی سړک له نا هوارې او ځیني ځایونو کې له غونډیو/پېچومو څخه تېرېږي. نوموړی سړک به په ارګنک کوتل کې نېغ او پراخه کړل شي ترڅو حتی لوی ټرکونه وکولای شي چې له دغه سړک څخه له ستونزو پرته ګټه پورته کړي. هغه مستقیم اتصال چې نوموړی سړک یې رامنځته کوي، به د کندر او خلم ترمنځ د سفر واټن او وخت تر نیمایي را لنډ کړي. 

څلور پړاویزه جوړونه

د ملي لویې لارې جوړول په څلورو پړاؤونو کې ترسره کېږي. لومړنۍ دوه برخې یې له خلم څځه تر ۵۸ کیلومترو پورې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په پای کې بشپړې شوی دي، او تر ۶۸ کیلو مترو پورې د غځولو درېیم پړاؤ د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې بشپړ شوی دی. سیمه ییز خلک او د مشرانو د شوراګانو استازو د ساختماني کار پرمهال له نږدې سلا او مشورې کړي دي. نوموړی کار د پروژې په لا زیات خوندیتوب کې مرسته کوي. د ستونزمنو شرایطو سره سره ساختماني کار ته له ګډوډۍ پرته ادامه ورکړل شوې ده.

د راتلونکي استفادې لوړ پوټانسیل

د سړک لومړنۍ دوه برخې، په ناوړه مسیر کې د چهار درې ولسوالۍ په لور له کندز څخه ۶.۵ کیلو متره سړک او د خلم ۸ کیلومتره امتداد د ختیځ په لور، له خلکو ډکو او په پراخه کچه کرنیزو سیمو څخه تېرېږي. د سړک د ناوړه او خراب وضعیت  چې ځینې برخې یې اوس هم بې سطحې دي او په ځانګړي ډول د چهار درې په شاوخوا کې د امنیتي خطرونو له امله سړک اوسمهال یوازې تر خورا محدوده بریده کارول کېږي. د پروژې اغېزه به یوازې هغه وخت راڅرګنده شي چې ساختماني کار بشپړ شي. څېړنو او سروی ګانو په ګوته کړې ده چې تر د ورځې تر ۱۳۰۰ نقلیه وسیلې به د دې د بشپړتیا په کال کې نوې ملي لویه لار وکاروي.

د سیمې د اوسېدونکو ګټې

د سیمې اوسېدنکي به همدارنګه د سړک له جوړېدو څخه ګټه پورته کړي او له ډېرو بېخبنایي پرمختګونو څخه مننه وکړي. په سیمه کې ډېر خلک د خپل ژوند او معیشیت لپاره پر کرنه تکیه کوي. ملي لویه لار به دوی ته اسانتیا برابره کړي ترڅو خپل توکي ولېږدوي او بازارونو ته د لاسرسي زمینه ورته برابروي. د ملي لویې لارې ترڅنګ به څاه ګانې وکېندل شي او د لاسرسي لارې به رامنځته شي. دغه اضافي ساختماني کار به د ځایي اوسېدونکو ترمنځ د پروژې د منلو او ملاتړ د کچې په لوړولو او د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د کار په بدل کې د پیسو پروګرام په ګاونډیو کلیو کې اوسېدونکو ته فرصت ورکوي ترڅو خپل ځانونو او کورنیو ته د جوړېدو په موده کې اضافه عاید ترلاسه کړي.

په یو نظر کي

پروګرام:
د کندز – خلم ملي لویه لار (HKK)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت (MoT)
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بلخ, کندوز
د پروګرام موخه:
د شمالي ولایتونو په اقتصادي پراختیا کې د مرستې لپاره د کندز او خلم ترمنځ ملي لار ته وده ورکول
ټوله موده:
وږی ۱۳۸۹ – مرغومې ۱۴۰۲