ښاروند محور پولیسوالي

اوس مهال، افغان ملي پولیس د قانون او نظم د پلي کولو او د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو په تړاو خپلې دندې په بشپړ ډول نه شي ترسره کولی. د پولیسو کار نه یوازې په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله ګران دی، بلکې د پولیسو خپلمنځي ستونزې او د کاري نظم کمزورتیا هم د قانون د حاکمیت په تړاو د اغیزمنې پولیسوالۍ مخه نیسي.

وضعیت

د پولیسو افسران ټولنیزې وړتیاوې لکه د اړیکو او ټیم جوړولو وړتیاوې او همدارنګه په ښه توګه د شخړو د حل کولو مهارتونه نلري.

په دې ډول شرایطو کې په پولیسو د خلکو د باور کولو تمه نه شي کیدای. د خلکو او پولیسو ترمینځ ډیره لږه همکاري شتون لري. په ټوله کې، افغان ملي پولیس مسلکي وړتیا نلري، کوم چې د افغانستان په امنیتي وضعیت ناوړه اغیزه لري. له همدې امله د یو ښه او منظم پولیس ځواک رامینځته کول په افغانستان کې د آلمان له لومړیتوبونو څخه دي.

موخه

د افغانستان د پولیسو ځواک ځواب ویونکي عمل وکړي، په پولیسو باندې د خلکو باور زیات شي او خلک د اعتماد په فضا کې له پولیسو سره همکاري وکړي. پولیس د دې وړتیا ولري چې خپلمنځي ستونزې او شخړې په اغیزمنه توګه حل کړي ترڅو وکولی شي په خپله اصلي دنده باندې چې د خلکو ساتنه ده، تمرکز وکړي. یو خوندي چاپیریال او قوي دولتي بنسټونه به ثبات رامینځته کړي او په دې توګه به په هیواد کې سولې او امنیت ته لاره هواره کړي. هغه پرمختګونه چې په چټک ډول احساس کیږي، د شونتیا په صورت کې تعقیبیږي.

اقدامونه او پایلې

ټولنیزه پولیسوالي (CP) د پولیسو د کارونو لپاره یوه اغیزمنه تګلاره ګڼل کیږي او دا تګلاره په ټوله نړۍ کې غوره کیږي. دا مفهوم د دې باور پر بنسټ ولاړ دی چې پولیس باید د هیواد وګړي په خپلو کارونو کې لا ډیر راګډ کړي. دا د پولیسو او خلکو ترمینځ پر نږدې اړیکو تمرکز کوي. په افغانستان کې هم د کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ټولنیزې پولیسوالۍ د کارولو له لارې د پولیسو کار ښه کړي. دې وزارت له همدې امله د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ټولنیزې پولیسوالۍ جوړښتونه رامینځته کړي دي. دا پدې مانا ده چې اوس مهال د پولیسو ځانګړي واحدونه شتون لري چې دنده یې له خلکو سره د اړیکو ټینګښت دی. دا واحدونه د متقابل عمل مهم ټکي دي او د ټولنیزې پولیسوالۍ په برخه کې له افغانستان سره د المان د همکارۍ اساس ګڼل کیږي. دا پروګرام د آلمان د فدرالي بهرني دفتر په استازیتوب د افغانستان په شمالي ولایتونو باندې په تمرکز سره پیل شوی، مګر د هیواد د امنیت لپاره د هغې د اهمیت له امله دا مهال نهو نورو ولایتونو ته هم غزیدلی دی. دا پروګرام د افغانستان له چارواکو او په افغانستان کې د آلمان د پولیسو د پروژې له ټیم (GPPT) سره نږدې همکاري لري.

د خلکو سره په خبرو اترو کې

دا پروګرام د امنیتي موضوعاتو په تړاو د پولیسو او خلکو ترمینځ د مخامخ خبرو اترو ملاتړ کوي. د مثال په توګه، خلک کولی شي داسې مهم معلومات چمتو کړي کوم چې د ځایی جرمونو په مخنیوی او تحقیق کې مرسته کوي. د ۲۰۱۹ کال د جون تر میاشتې، شاوخوا ۱۴۰۰۰ ګډونوالو د ولسوالۍ په کچه په عامه مشورو کې برخه اخیستې وه. له ۷۴۰ ډیر د خبرو اترو فرصتونه برابر شوي دي.

کنفرانسونه هم په کال کې یو ځل د ولایت په کچه ترسره کیږي. پدې غونډو کې د پولیسو، ولایتي چارواکو او مدني ټولنو لوړ پوړي استازي ګډون کوي. د نورو موضوعاتو تر څنګ، دوی په امنیت پورې اړوندې مسئلې تر بحث لاندې نیسي کوم چې په ډیرو ولسوالیو یا ټول ولایت اغیزه کوي، د بیلګې په توګه د کافي امنیتی ځواکونو د شتون یا نشتوالي یا د چارواکو لخوا د ناوړه چلند په مسئلو خبرې کوي.

د ښوونځي د ماشومانو لپاره معلومات

دا پروژه په ښوونځیو کې هم کار کوي ترڅو ځوان نسل ته د پولیسو د ځواک د رول او د ټولنې لپاره د هغې د اهمیت په اړه درس ورکړي. شاوخوا ۱۲۶۰۰۰ماشومانو او تنکیو ځوانانو په هغو معلوماتي غونډو کې چې د پولیسو لخوا په لاره اچول شوې وې ګډون کړی دی. د پولیسو افسران ماشومانو او ځوانانو ته عملي مهارتونه هم ورښئي، لکه په بیړنیو حالتونو کې د چلند کولو سمه لار.

د پولیسو افسرانو لپاره روزنه

د پولیسو افسرانو ته د ټولنیزې پولیسوالۍ د ښوونې لپاره منظمې روزنیزې ناستې جوړېږي. دا غونډې د ټولنیزو مهارتونو په اړه د دوی پوهاوی هم لوړوي کوم چې کولی شي له دوی سره د پولیسو د خپلمنځي شخړو په حلولو کې مرسته وکړي. په ګوته شوو ځانګړو موضوعاتو ته په کتو، دا روزنیزې غونډې د پولیسو مدیریت، د ښوونې او روزنې کارکوونکي، د پولیسو افسران کوم چې په ځانګړي ډول د ټولنیزې پولیسوالۍ لپاره روزل شوي یا ګزمه کوونکي افسران په نښه کوي. د ۲۰۱۹ کال تر جون پورې له ۱۸۰۰ څخه ډیرو د پولیسو افسرانو روزنه ترلاسه کړې ده.

په یو نظر کي

پروګرام:
په افغانستان کې ټولنیزه پولیسوالي (CPA)
دستور ورکوونکي اداره:
د آلمان د بهرنیو چارو فدرال دفتر
شریک:
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, بامیان, هرات, جوزجان, کابل, کونړ, کندز, لغمان, ننګرهار, نورستان, پنجشیر, پروان, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
په پولیسو د خلکو د باور زیاتول. ترڅو د پولیسو ځواک دا وړتیا پیدا کړي چې خپلمنځي ستونزې او شخړې په اغیزمنه توګه حل کړي
ټوله موده:
مرغومې ۱۳۹۶ – لړم ۱۴۰۰